په خوست کې ځينې قومي مشرانو په هوټلونو كې كوټې نيولې او د خلكو د ستونزو د اواري لپاره په كې جرګې او مركې كوي، كه څه هم دغه قومي مشران خپل كار د قوم په ګټه بولي، خو خلک بيا وايي چې دوى لانجې نورې هم پراخوي.
په خوست کې ځينې قومي مشرانو په هوټلونو كې كوټې نيولې او د خلكو د ستونزو د اواري لپاره په كې جرګې او مركې كوي، كه څه هم دغه قومي مشران خپل كار د قوم په ګټه بولي، خو خلک بيا وايي چې دوى لانجې نورې هم پراخوي.
د دغه ولايت اوسېدونكي پر دولتي محكمو نيوكه كوي چې زيات وخت له درغليو ډكې وي او ځينې خلك يې دې ته مجبوره كړي چې خپلې دعوې او لانجې په هوټلونو كې پر داسې خلکو اوارې كړي چې د شتمنو پر خوا دعوه فيصله كوي.
د خوست يو تن اوسېدونکی نصیب خان د داسې يوه ملګري کیسه کوي چې په هوټلي محکمه کې یې خپله دعوه فيصله كوله.
نوموړی وايي:«زما یو ملګري له چاسره د ځمکې د ملکیت پر سر لانجه لره، په خوست ښار کې یې په هوټلونو کې دعوې پرمخ بېولې، نه یوازې دا چې ستونزه یې حل نه شوه، بلکې دعوه کوونکي یې په خپل منځ کې نور هم په ستونزو کې راګیر کړل.))
نصيب زياته كړه: (( د دغې دعوې كسان بلاخره د یوه او بل قتلونه پيل كړل.»
د خوست یو بل اوسېدونکی حسن جان هم ورته ستونزه يادوي چې د ده په وينا، هوټلي محكمه د سرمايدارو په ګټه ده، هغه وايي: (( زيات وخت په دغه محکمو کې هغه لوری بریالی کیږي چې شتمن وي، هغه که څه هم په ناحقه وي.))
نوموړي غوښتنه وکړه چې دولتي ارګانونه دې د دې محکمو او مرکچیانو د مخنیوي ترڅنګ په خوست کې شته دولتي محکمې شفافې، عادلانه او پر وخت کړنو ته لوړې کړي.
په هوټلونو کې مېشت مشران که څه هم یو شمېر نیمګړتیاوې مني، خو دا هم وايي چې د دوی فیصلې د دولتي ترهغو ژر او عادلانه وي.
د خوست ښار په یوه هوټل کې ناست قومي مشرګل احمد له کلید سره خبرو کې وویل چې د دوی فیصلې له څو اړخونو ګټورې وي.
نوموړي وړاندې وويل: (( موږ د خلکو ترمنځ سوله راولو او بل دا چې دعوه د دواړو لورپه ګټه پای ته رسوو او ژر یې حل کوو.))
ګل احمد زیاته کړه:«داسې قومي مشران هم شته چې په لوی لاس لانجې اوږدوي، خو د دې ترڅنګ بیا داسې دعوه کونکي هم شته چې خپلې لانجې په خپله لویوي.»
نوموړي هغو کسانو ته چې د خلکو ترمنځ لانجې اوږدوي او یا هم په کې پیسې اخلي د دلالانو نوم ورکړ.
بلخوا د خوست د محکمو مسوولین وايي، دغه ډول فیصلې د قضا د قانون له مخې هېڅ حیثیت نه لري.
د خوست د استېناف محکمې مشرقاضي عبدالتواب وايي:« کومې پرېکړې چې د قومي مشرانو له خوا په هوټلونو کې کیږي، د قضا د قانون له مخې بې بنیاده دي، او د دې ترڅنګ په کې په زیاته کچه فساد او اختلاس هم کیږي.»
خو نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تراوسه په دې نه دې توانیدلي چې دغه مراجعین د ځان لور ته جلب کړي، وویل دوی تر خپلې وسې پورې دا كار كړى دى.
د محکمې ځايي مسوولینو له ټولو خوست مېشتو غوښتنه وکړه چې یادو هوټلونو ته د مراجعې پرځای دې ځايي دولتي محکمو ته راشي او له قانوني لارو دې ستونزې حل کړي.
خو ځايي اوسېدونکي پر دولتي محکمو هم بې باوره شوي او کارونه یې شفاف نه بولي.
د خوست اوسېدونکيی نسیم ګل وايي، له شخصي یا هوټلي محکمو په نسبت په دولتي هغو کې زیات فساد موجود دی، له همدې كبله خلک ترې پوزې ته راغلي دي.
خو د خوست د استېناف محکمې چارواکي دغه ډول ادعاوې ردوي او وايي د هر ډول ستونزې په حل کې دوی ورسره همکار دي.
د خوست ځايي چارواکي وايي، دوی د عدلي او قضايي ارګانونو د پیاوړتیا لپاره د نورو کلونو په څېرپه روان کال کې هم ډېر روزنیز پروګرامونه پلي کړي چې د دې ارګانونو پر کارونه یې مثبت اغېز کړی دی.
په هېواد کې د روان نظام د نورو برخو په پرتله پر عدلي او قضايي ارګانونو په زیاته اندازه د فساد تورونه لګول کیږي او هېوادوال له همدې كبله زیات وخت صحرايي او هوټلي محکمو ته مراجعه کوي چې د ګټې پر ځاى يې زيان زيات وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


