د پينټاګون مشرۍ ته د بارك اوباما لخوا نومول شوى وزير وايي، چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې کېدونکي امريکايي سرتېري بايد خپل هدفونه تر دوو چارو پورې رالنډ کړي.
د پينټاګون مشرۍ ته د بارك اوباما لخوا نومول شوى وزير وايي، چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې کېدونکي امريکايي سرتېري بايد خپل هدفونه تر دوو چارو پورې رالنډ کړي.
چوک هېګل د متحدو ايالتونو د مشرانو جرګې په استماعيه غونډه کې د خپلو دريځونو د دفاع پر مهال وويل، چې امريکايي سرتېري به يوازې افغان ځواکونه روزي او د القاعده پرضد به عمليات جاري ساتي.
هېګل، چې د دفاع وزارت چوکۍ يې د مشرانو جرګې تاييد ته اړتيا لري، پرون د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې په استماعيه غونډه کې زياته كړه، چې د افغانستان د جګړې د پاى ته رسولو په ګډون د ملي امنيت په چارو کې د جمهوررئيس اوباما د دريځونو ملاتړ کوي.
هغه په عين حال کې وويل، هرڅومره امريکايي سرتېري، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان کې پاتې کېږي، بايد له تروريزم سره د مبارزې او روزنې تر بريده محدود هدفونه ولري او په وينا يې، د افغانستان جګړه، چې د امريکا د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه ده، پاى ته رسوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

