ads

پاكستاني رسنۍ: افغان ځواكونو په پاکستان کې ۶ سخت دريځي ووژل

پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د شمال لوېديځ د امنيتي ځواکونو له قوله پرون ناوخته وويل، چې د افغانستان له لوري د هاوان ۳۰ مرميو په قبايلي سيمو کې لږ ترلږه شپږ سخت دريځي ووژل. پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د شمال لوېديځ د امنيتي ځواکونو له قوله پرون ناوخته وويل، چې د افغانستان له […]

نویسنده: TKG
14 سلواغه 1391
پاكستاني رسنۍ: افغان ځواكونو په پاکستان کې ۶ سخت دريځي ووژل

پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د شمال لوېديځ د امنيتي ځواکونو له قوله پرون ناوخته وويل، چې د افغانستان له لوري د هاوان ۳۰ مرميو په قبايلي سيمو کې لږ ترلږه شپږ سخت دريځي ووژل.

پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د شمال لوېديځ د امنيتي ځواکونو له قوله پرون ناوخته وويل، چې د افغانستان له لوري د هاوان ۳۰ مرميو په قبايلي سيمو کې لږ ترلږه شپږ سخت دريځي ووژل.

د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، د هاوان مرمۍ د جنوبي وزيرستان پر انګور اډې ولګېدې، چې سخت دريځي پکې مهم مرکزونه لري.

د پاکستان يوه امنيتي چارواکي د افغانستان له خوا بريد تاييد كړى او ويلي يې دي، چې په دې بريد كې ه د مولوي نذير پلوي طالبان وژل شوي دي.

د دې ډلې موسس مولوي نذير د تېرې جنورۍ مياشتې په لومړيو کې د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بريدکې وژل شوى و.

د مولوي نذير ډله د پاکستان د حکومت پرضد نه جنګېږي او ظاهراً يې له پاکستان سره اوربند کړى، خو د افغانستان پر ضد جګړه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA