ads

سيمه ييزو پوليسو له غلو ساه اخيستې

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت كې سيمه ييز پوليس پياوړي شوي، د غلو او هغو كسانو مخه يې نيولې چې امنيت ګواښي. دا مهال د پکتيا په درې ولسواليو څمکنيو، ځاځي اريوب او ډنډ پټان کې سيمه ييز پوليس د کليو او بانډو د امنيت خوندي كېدو لپاره په دندو ګمارل شوي […]

نویسنده: TKG
14 سلواغه 1391
سيمه ييزو پوليسو له غلو ساه اخيستې

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت كې سيمه ييز پوليس پياوړي شوي، د غلو او هغو كسانو مخه يې نيولې چې امنيت ګواښي. دا مهال د پکتيا په درې ولسواليو څمکنيو، ځاځي اريوب او ډنډ پټان کې سيمه ييز پوليس د کليو او بانډو د امنيت خوندي كېدو لپاره په دندو ګمارل شوي

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت كې سيمه ييز پوليس پياوړي شوي، د غلو او هغو كسانو مخه يې نيولې چې امنيت ګواښي.

دا مهال د پکتيا په درې ولسواليو څمکنيو، ځاځي اريوب او ډنډ پټان کې سيمه ييز پوليس د کليو او بانډو د امنيت خوندي كېدو لپاره په دندو ګمارل شوي دي او د دې ترڅنګ په درې نورو ولسواليو احمدخېلو، جاني خېلو او زرمت کې هم سيمه ييز پوليس روزل كيږي، څو د سيمې د امنيت لپاره كار وكړي.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل وايي؛ په پکتيا کې د واک د لېږد څلورم پړاو پيل شوی دی او په دې سره به سيمه ييز پوليس امنيتي وضعه دې ته برابره کړي چې امنيتي واک په کې افغان ځواکونو ته په ډاډه زړه وسپارل شي.

اوريا خېل زياتوي: (( سيمه ييزو پوليسو په دې ولايت کې ځکه د امنيت په ټينګښت کې ښه پايله لرلې ده چې د سيمې د اوسېدونکو په خوښه دې ليکو ته ځوانان راوستل کېږي.))

د نوموړي په خبره (( تر دې مهاله  د محلي پوليسو په اړه هيڅ شکايت نه دی شوی او د نورو امنيتي ځواکونو په پرتله په خپلو چارو کې ډېر پياوړي دي.))

زرمت چې د پکتيا تر ګردو نا امنه ولسوالي بلل کېږي، اوسېدونکي يې يوازې دا نه چې د وسله والو او امنيتي ځواکونو له امنيتي پېښو تر پوزې راغلي، بلکې په دې وروستيو کې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته وسله وال غله يو بل سرخوږی، ګرځېدلي دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي؛ که سيمه ييز پوليس يې په کليو او بانډو کې د امنيت خوندي كېدو په هدف وګمارل شي، تر ډېره به د امنيتي ستونزو تر څنګ غل غدوى هم ورسره ورک شي.

ګلاب خان چې د همدې ولسوالۍ يو تن قومي مشر دی وايي:((سيمه ييز پوليس کولای شي چې د غلچکيو بريدونو د مخنيوي تر څنګ غل غدوى هم ورک کړي.))

د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدلولي وايي، د دې خدمت لپاره په خپله هم تيار دى:((زه غواړم، په سيمه ييزو پوليسو کې داخل شم او د خپل کلي امنيت په خپله وساتم.))

د سيمې مخور وايي؛ که چېرته د پکتيا په ټولو ولسواليو کې سيمه ييز پوليس وګمارل شي، نو شونې ده چې د امنيتي ستونزو مخنيوی په بشپړ ډول وشي.

قومي مشر حاجي سخي وايي؛ سيمه ييز پوليس په پکتيا کې د ټولو امنيتي ځواکونو په پرتله ښه نتيجه لرلی شي، ځکه چې دلته خلک د اربکيو له پخواني سيستم سره بلدتيا لري.

نوموړي زياته كړه:((که د پکتيا په ټولو ولسواليو کې سيمه ييز پوليس د امنيت ساتنې په هدف وګمارل شي، نو نورو امنيتي ځواکونو ته اړتيا نه ليدل کېږي.))

د پنځه سوه پنځم سپين غر زون قومندان مل پاسوال عصمت الله عليزی هم په جنوب ختيځ زون کې د سيمه ييز پوليسو بريا د اربکيو تاثير يادوي.

دا وخت د پکتيا د شپږو ولسواليو لپاره د سيمه ييزو پوليسو تشکيل د کورنيو چارو وزارت تر چتر لاندې طرحه شوی، خو د ځايي چارواکو په وينا؛ په پام کې لري چې له دې وروسته د دې ولايت په پاتې نورو ولسواليو کې هم سيمه ييز پوليس وروزي.

د محلي پوليسو له چلند څخه د هېواد په ځينو سيمو کې خلک شکايتونه کوي، خو په جنوب ختيځ زون کې يې د بري راز د پخوانيو اربکيو تاثير بلل کېږي چې د دې ميلادي پېړۍ تر پيله يې د قوم او سيمې ساتنه بې امتيازه په ټوپک او کوتک کوله، خو اوس چې اربکي نشته، تشه يې سيمه ييزو پوليسو ډکه کړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA