ads

د پاكستاني پوځ پر يوه مرکز ډله ييز بريد لسګونه تنه مړه او ټپيان كړل

د خيبر پښتونخوا ايالت په لکي مروت سيمه کې تېره شپه شاوخوادرې نيمې بجې د پوځ پر يوه مرکز د پاکستاني طالبانو د  ډله ييز بريد له كبله لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د خيبر پښتونخوا ايالت په لکي مروت سيمه کې تېره شپه شاوخوادرې نيمې بجې د پوځ پر يوه مرکز د پاکستاني […]

نویسنده: TKG
14 سلواغه 1391
د پاكستاني پوځ پر يوه مرکز ډله ييز بريد لسګونه تنه مړه او ټپيان كړل

د خيبر پښتونخوا ايالت په لکي مروت سيمه کې تېره شپه شاوخوادرې نيمې بجې د پوځ پر يوه مرکز د پاکستاني طالبانو د  ډله ييز بريد له كبله لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د خيبر پښتونخوا ايالت په لکي مروت سيمه کې تېره شپه شاوخوادرې نيمې بجې د پوځ پر يوه مرکز د پاکستاني طالبانو د  ډله ييز بريد له كبله لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه بريد د لکي مروت  د سراى نورنګ په سيمه کې د پوځ پر يوه لنډمهاله جوړ شوي مرکز شوى.

د عارف خان په نوم د لکي مروت د پوليسو يوه افسر په سيمه کې خبريالانو ته وويل، چې تر ٣٠ پورې وسلوالو مخالفينو د پوځ پر ياد مرکز ډله ييز بريد وکړ او په وينا يې، په دغه بريد کې اوه امنيتي کسان، چې درې ملېشه او څلور د پوځ سرتېري  دي، وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

نوموړي وويل، د امنيتي ځواکونو له خوا ترڅو ساعته نښتې وروسته ١٢بريد کوونکي هم وژل شوي دي.

يوې بلې امنيتي سرچينې ويلي، دې نښتې ته په يوه نږدې کور کې چاودنه شوې، چې له كبله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١١ عام وګړي وژل شوي، خو يادې سرچينې دا نه دي ويلي، چې چاودنه د کوم لوري له خوا شوې ده.

د پاكستاني طالبانو وياند احسان الله احسان د دغه ډله ييز بريد مسووليت پر غاړه اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA