ads

د عالمانو کنفرانس؛ د پاکستان په اوړو کې شګه ده

په ظاهره خو له پاكستان سره د سولې د عالي شورا خبرې  په افغانستان كې له وسله والوطالبانو سره د سولې د پروسې په اړه دې پولې ته رسېدلې وې چې  د دواړو هېوادونو په همكارۍ به ډېر ژر كابل كې د ځان مرګو بريدونو په اړه هم د علماو كنفرانس جوړ شي. په ظاهره […]

نویسنده: TKG
14 سلواغه 1391
د عالمانو کنفرانس؛ د پاکستان په اوړو کې شګه ده

په ظاهره خو له پاكستان سره د سولې د عالي شورا خبرې  په افغانستان كې له وسله والوطالبانو سره د سولې د پروسې په اړه دې پولې ته رسېدلې وې چې  د دواړو هېوادونو په همكارۍ به ډېر ژر كابل كې د ځان مرګو بريدونو په اړه هم د علماو كنفرانس جوړ شي.

په ظاهره خو له پاكستان سره د سولې د عالي شورا خبرې  په افغانستان كې له وسله والوطالبانو سره د سولې د پروسې په اړه دې پولې ته رسېدلې وې چې  د دواړو هېوادونو په همكارۍ به ډېر ژر كابل كې د ځان مرګو بريدونو په اړه هم د علماو كنفرانس جوړ شي.

هغه مهال داسې تحليلونه كېدل چې پاكستان اوس غواړي د خپلې لمنې اور په دې توګه مړ كړي، خو بيا هم دغه هېواد د نېك نيت په ښودلو ځېنې مهم طالب بنديان راخوشې كړل، د پاكستان له زندانونو څخه د خوشې شويو طالب مشرانو شمېره ۲۲ او په ځینو مواردو کې ۲۶ ښودل کېږي.

د بنديانو د خوشې كولو د لړۍ په دوام او د علماو د كنفرانس جوړېدو اعلان داسې هيلې راوټوكولې چې كېداى شي نوره دا روانه جګړه مثبت لورى ونيسي او خپه شوي افغانان په يو ټغر كېني، خو اوس د سولې عالي شورا وايي چې پاكستان ورسره د ياد كنفرانس په جوړولو كې تر دې دمه هېڅ راز عملي مرسته نه ده كړې.

كه ځير شو نو له دې داسې ښكاري چې لا هم د پاكستان په اوړو كې شګه شته او كه داسې نه وي نو ضرور دا هوښياره مرغۍ له دواړو پښو په جال كې نښتې ده، ځكه كه پاكستان د طالبانو د صفونو د بيا منظمولو اراده ونه لري، نو بيا خو ضرور دا خبره شته چې پاكستاني عالمان د طالبانو له سختو ګواښونو سره مخ دي او ځكه يې تر اوسه حكومت هم په كابل كې د علماو د كنفرانس په اړه ځان غلی نيولى دى.

د سولې د عالي شورا د خارجي اړيكو مسوول محمد اسماعيل قاسميار كليد ته په يوه ځانګړې مركه كې د پاكستان د نه همكارۍ خبره كړې او ويلي دي چې ټاكل شوې وه، د جنورۍ په وروستيو كې د افغانستان او پاكستان علما په كابل كې سره راغونډ او د ځانمرګو بريدونو په اړه فتوا صادره كړي: (( عالمانو د سولې په بهير هم خبرې درلودې، خو جنوري مياشت تېره شوه او د نامعلومه دلايلو له مخې دغه كنفرانس داير نه شو، زما له نظره دغه كنفرانس ډېر مؤثر ثابتېداى شو، اوس يې كه نېټه تېره هم ده، نو وخت زموږ په لاس كې دى بايد هڅې وشي چې ډېر ژر دغه كنفرانس جوړ شي.))

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى هم وايي چې كابل د اسلامي هېوادونو د علماو د ياد كنفرانس لپاره بشپړ چمتو والى درلود او په دې برخه كې يې د طالبانو ګواښونو پروا هم نه ده ساتلې، خو په خبره يې دغه كنفرانس اوسمهال يوازې د پاكستان همكارۍ ته له يوې ورځې بلې ته ځنډېږي: (( كابل سل په سلو كې چمتو دى، يوازې د پاكستان مثبت ځواب ته منتظر يو، طالبانو پاكستاني او افغان علما ګواښلي هم دي، خو دا به ياد كنفرانس د جوړېدو مخه ونه نيسي.))

د افغان لوري لخوا خوشبيني دا ښيي چې كه په كابل كې د اسلامي هېوادونو ياد كنفرانس داير شي نو د ځانمرګو بريدونو د حراموالي په اړه به جدي فتوا وركړي، خو خبره دا ده چې څوك به اوس كنفرانس داير كړي، ځكه پاكستان خو د شترمرغ په څېر خپل سر په شګو منډلى دى، هغه هېواد چې د داسې يو كنفرانس لپاره يې مشوره منلې وه، دا ډول چوپتيا يې خامخا داسې شكونه راپورته كوي چې اصلا نه غواړي، په افغانستان كې خپلو ګټو ته د رسېدلو مهمه وسيله (طالبان) له لاسه وركړي.

د سياسي چارو شنونكى اسماعيل جهانګير همدا خبره كوي او وايي د پاكستان استخبارات په طالبانو كې د خپل نفوذ له مخې نه غواړي چې ديني عالمان د يو كنفرانس له لارې ځانمرګي بريدونه له يوې مخې حرام وبولي: (( پاكستان خپل عالمان افغانستان ته نه راپرېږدي، څو دلته له علماو سره په ګډه دغه فتوا صادره كړي، ځكه دا فتوا به د افغانستان په ګټه وي، خو بايد ووايم چې پاكستان د افغانستان دا ګټه نه غواړي، اى اس اى څه موده وړاندې په افغانستان كې د هر مامور د وژنې فتوا لپاره د زرو عالمانو لاسليكونه پيدا كول اوس به څنګه د دا ډول بريدونو حراموالى وزغملى شي؟))

كله مو چې د كابل پوهنتون د سياسي علومو له استاد، ودير صافي څخه وپوښتل چې پاكستان به د كومو وجوهاتو له مخې د علماو د كنفرانس په اړه همكاري كوي، نو هغه داسې راته وويل: (( پاكستان خو ټولو ته معلومه ده چې د مذهب په نامه تاسيس شو، مګر اوس يې چې ګاونډى افغانستان غواړي د نړۍ په كچه داسې يوه فتوا صادره كړي، نو هغوى ته به د زغملو وړ نه وي، ځكه هلته ټول افراطيان په دې فكر دي چې په افغانستان كې بايد جهاد وشي، خو كه داسې پرېكړه وشوه، نو د هغوى ګټې به په خطر كې پرېوځي، ځكه چې له فتوا وروسته به د ځانمرګو بريدونو مسئله كه ادامه پيدا كړي، نو د ټولو مخ به پاكستان ته اوړي.))

خو سياسي څارونکی انجنير عاصم بيا په دې نظر دى چې د تېر په څېر به د سولې لپاره د علماو د كنفرانس هڅه هم بې ګټې او بې پايلي وي، نوموړى وايي چې لومړى بايد افغان حكومت د جګړې اصلي علتونه پيدا كړي: (( دا نېك كار دى خو ګټه په كې نشته، دا د جګړې د لمن ورټولو په لاره كې يو ډېر ضعيف ګام دى، موږ بايد په هغې مرجع پسې پرېكنده ګام واخلو چې دا خونړۍ جګړه يې پيدا كړې ده.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA