ads

جمهور رئیس: دسيسه مو شنډه كړه

جمهور رئيس کرزي اعلان وکړ چې د سولې خبرې بايد يوازې د سولې د عالي شورا له خوا پيل شي او افغانستان د سولې د خبرو په نوم د بهرنيانو دسيسه له منځه وړې ده. جمهور رئيس کرزي اعلان وکړ چې د سولې خبرې بايد يوازې د سولې د عالي شورا له خوا پيل شي […]

نویسنده: TKG
14 سلواغه 1391

جمهور رئيس کرزي اعلان وکړ چې د سولې خبرې بايد يوازې د سولې د عالي شورا له خوا پيل شي او افغانستان د سولې د خبرو په نوم د بهرنيانو دسيسه له منځه وړې ده.

جمهور رئيس کرزي اعلان وکړ چې د سولې خبرې بايد يوازې د سولې د عالي شورا له خوا پيل شي او افغانستان د سولې د خبرو په نوم د بهرنيانو دسيسه له منځه وړې ده.

حامد کرزي د سلواغې په لسمه په کابل کې د اوبو د سرچينو د مديريت او پراختيا درېيم ملي کنفرانس ته په وينا کې وويل، بهرنيان، ځينو سياسيونو (د حکومت اپوزېسيون) ته ژمنه ورکوي چې هغوی به يوازې له طالبانو سره خبرو ته کېنوي او د سولې له عالي شورا سره بايد خبرې ونه کړي.

جمهور رئيس کرزي زياته کړه: “هر هغه څوک چې د سولې په اړه خبرې بېلوي، د افغانستان د کمزورۍ لپاره د بهرنيانو دسيسه ده، خو موږ دغه دسيسه خنثی کړې:  (( پوهېږو که چېرې بيا هم کومه دسيسه رامنځته شي، نو موږ به يې له منځه يوسو.))

نوموړي، د حکومت سياسي اپوزېسيون او طالبانو ته په خطاب کې وويل چې نه دې تېروځي او د سولې خبرې اترې دې د سولې د عالي شورا له لارې مخته بوځي.

كرزي زياته کړه: “هغه طالبان چې خپلواک دي او وطندوست دي، نو د سولې له هغو خبرو سره دې يو ځای شي چې د سولې عالي شورا له لارې پيلېږي، د هغې سولې په اړه دې فکر وکړي چې افغانستان غښتلی كوي، نه د بهرنيانو په لاس چې لړزاند او کمزوری افغانستان رامنځ ته كوي.”

د نوموړي په وينا، سياسيون دې هم زده کړي او د سولې د خبرو اترو پر محور دې د سولې عالي شورا له لارې عمل وکړي.

جمهور رئيس کرزي وويل، د سولې عالي شورا د افغانستان د خلکو په استازولۍ خبرو اترو  ته کېني، طالبان او سياسيون هم بايد په دې خبرو کې کېني؛ خو هره متفرقه هڅه، د هېواد او هغه چا لپاره چې دا ډول هڅه کوي يوه ناڅرګنده او ستونزمنه راتلونکې لري: ((دولت به هېڅ يوه خارجي لاس ته اجازه ور نه کړي چې زموږ د سولې پروسه زموږ د هېواد د کمزورۍ لپاره وکاروي.”

کرزي وويل، امريکا ته يې په خپل وروستي سفر کې د دغه هېواد چارواکو ټينګار وکړ چې له ۲۰۱۴ کال وروسته له طالبانو سره جګړه نه کوي، افغانستان ورته لبيک ووايه او په ډاګه يې کړه چې افغانستان څو کاله وړاندې دا ډول غوښتنه لرله؛ خو اوس چې د سولې خبرې پيلېږي، بايد يوازې د سولې عالي شورا له لارې ترسره شي.

په واشنګټن کې د افغانستان او امريکا ترمنځ په وروستيو خبرو اترو کې په قطر کې د طالبانو د دفتر په پرانيستو هوکړه وشوه، افغان دولت ټينګار وکړ چې په دغو خبرو اترو کې بايد د طالبانو اصلي استازي ګډون وکړي.

دغه څرګندونې داسې مهال غبرګون مومي چې د حکومت اپوزېسيون په دې وروستيو کې له طالبانو سره په فرانسه کې غير رسمي خبرې اترې وکړې او ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) په منځګړيتوب د سولې يوه ناسته د افغان ډلو په ګډون په قزاقستان کې ترسره شي چې تر اوسه پورې نه ده شوې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA