د القاعده وسلوال که په پاکستان کې وي يا د نړۍ بل کوم هېواد کې، امريكا به يې پر ضد بې پيلوټه هوايي بريدونو ته دوام ورکړي. دغه څرګندونې ليون پنيتا د امريکا د دفاع وزير په توګه، پرون په خپله وروستۍ مرکه کې فرانسوي اژانس (آي. اېف. پي) ته كړې دي.
د القاعده وسلوال که په پاکستان کې وي يا د نړۍ بل کوم هېواد کې، امريكا به يې پر ضد بې پيلوټه هوايي بريدونو ته دوام ورکړي.
دغه څرګندونې ليون پنيتا د امريکا د دفاع وزير په توګه، پرون په خپله وروستۍ مرکه کې فرانسوي اژانس (آي. اېف. پي) ته كړې دي.
پنيتا ويلي، پر امريکا د ٢٠٠١ کال د سپټمبر تر بريدونو وروسته يې هېواد له ترهګرۍ سره په جنګي حالت کې دى او بې پيلوټه بريدونه په پاکستان او نورو هېوادونو کې د القاعدې پر ضد د روانې جګړې يوه برخه ده.
که څه هم د بشري حقونو يو شمېر نړيوالو سازمانونو د امريکا پر بې پيلوټه بريدونو نيوکې کړي او ملګرو ملتونو هم تېره اونۍ اعلان وکړ، چې دا به څېړي، خو د امريکا د دفاع وزير له دغو بريدونو څخه دفاع کړې او ډېر اغېزمن يې بللي دي.
د امريکا دفاع وزير دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په افغانستان، پاکستان، يمن او سوماليا کې د امريکا د بې پيلوټه هوايي بريدونو لړۍ تُنده شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


