د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن خبردارى ورکړ، چې كه د نړېوال اقتصادي بحران له امله دفاعي بوديجه کمه شي، دغه كار به د ناټو پر قوت ناوړه اغېز وکړي.
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن خبردارى ورکړ، چې كه د نړېوال اقتصادي بحران له امله دفاعي بوديجه کمه شي، دغه كار به د ناټو پر قوت ناوړه اغېز وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون په بروکسل کې د ناټو د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وكړې او زياته يې كړه، چې كه د ناټو غړي هېواودونه خپلې اقتصادي ستونزې هواروي، نو امنيتي ګواښونه هغه مهال نه لرې کيږي.
راسموسن خبردارى ورکړ، که چيرته د ناټو دفاعي لګښت پرله پسې کم شي، نو د دغه تړون پوځي ظرفيت او سياسي باور به له خطر سره مخامخ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


