جمهور رئيس حامد کرزى راتلونکې اونۍ بريتانيا، ناروې او مصر ته سفر كوي. د جمهور رئيس كرزي وياند ايمل فيضي پرون رسنيو ته ويلي، چې د روانې اونۍ په لومړيو کې حامد کرزى بريتانيا ته د افغانستان، پاکستان او انګلستان په درېيمې
جمهور رئيس حامد کرزى راتلونکې اونۍ بريتانيا، ناروې او مصر ته سفر كوي.
د جمهور رئيس كرزي وياند ايمل فيضي پرون رسنيو ته ويلي، چې د روانې اونۍ په لومړيو کې حامد کرزى بريتانيا ته د افغانستان، پاکستان او انګلستان په درېيمې سرمشريزې غونډې كې د ګډون په موخه ځي.
ده زياته كړه، تمه ده په دې سرمشريزې كې د سولې پر پروسې او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر موضوعاتو خبرې وشي.
د بريتانيا، افغانستان او پاکستان ترمنځ لومړۍ سرمشريزه غونډه په کابل او دويمه په نيويارک کې جوړه شوې وه.
د فيضي په وينا، جمهور رئيس كرزى به له لندن وروسته ناروې ته سفر وکړي او هلته به له هغه هېواد سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي.
نوموړي زياته کړه، افغانستان د اوږد مهاله همکاريو په موخه غواړي، د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ د سيمې له هېوادونو سره هم ستراتيژيک تړون لاسليک کړي.
فيضي وايي، د ناروې تر سفر وروسته جمهور رئيس كرزى په پام کې لري، چې قاهرې ته د اسلامي هېوادنو په كنفرانس كې د ګډون په موخه سفر وکړي.
ده زياته کړه، په دې کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو پر يووالي او هغو ستونزو، چې دا هېوادونه ورسره مخ دي، خبرې کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


