ads

لوګر کې د پوهنتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په لوګر کې د پوهنتون د بنسټ ډبره په داسې ډول کېښودل شوه، چې د وزېر له خولې يې د ودانيو د جوړښت، د پوهنځيو د شمېر، د ودانيو د جوړونکي شرکت، د مرستندويه ادارې او نورو اړوند برخو په اړه رسنيو ته هيڅ معلومات ورنه کړل شول. په لوګر کې د پوهنتون د بنسټ […]

نویسنده: TKG
12 سلواغه 1391

په لوګر کې د پوهنتون د بنسټ ډبره په داسې ډول کېښودل شوه، چې د وزېر له خولې يې د ودانيو د جوړښت، د پوهنځيو د شمېر، د ودانيو د جوړونکي شرکت، د مرستندويه ادارې او نورو اړوند برخو په اړه رسنيو ته هيڅ معلومات ورنه کړل شول.

په لوګر کې د پوهنتون د بنسټ ډبره په داسې ډول کېښودل شوه، چې د وزېر له خولې يې د ودانيو د جوړښت، د پوهنځيو د شمېر، د ودانيو د جوړونکي شرکت، د مرستندويه ادارې او نورو اړوند برخو په اړه رسنيو ته هيڅ معلومات ورنه کړل شول.

د لوړو زده کړو وزير پوهاند عبيدالله عبيد، چې د لوګر د التمور په دښته کې د پوهنتون ډبره کېښودله، يوازې يې په خپلو خبرو کې دا وويل، چې د پوهنتون لپاره پنځه سوه جرېبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې دا ځمکه د کرنې وزارت څخه د لوړو زده کړو وزارت ته ورکړل شوې ده.

د لوړو زده کړو وزير په خپلو خبرو کې د دې پوهنتون په اړه نور جزيات ورنه کړل، خو زياته يې کړه چې دوى به هڅه وکړي يوه داسې مرستندويه اداره ومومي، چې په بشپړ ډول د پوهنتون د جوړېدو لګښت ورکړي.

ده زياته كړه، ((موږ د بيارغونې په برخه کې ګڼ شمېر مرستندويان لرو او انشاالله موږ به په راتلونکې کې د لوګر پوهنتون ته ځانګړې پاملرنه کوو.))

په لوګر کې د پوهنتون د بنسټ ډبره په داسې حال کې اېښودل کېږي چې دا مهال  په دې ولايت کې د ښوونې او روزنې او زراعت پوهنځيو تر څنګ يو دارالمعلمين هم فعال دی او په مخ کې يې ګڼ خنډونه هم پراته دي، چې تر دمه يې په اړه چارواکي په هوارى کې پاتې راغلي.

لوګر، چې له پلازمېنې سره نښتی ولايت دی، په تېرو يوولسو کلونو کې، چې د هېواد په ځينو سيمو کې يو لړ پرمختګونه وشول، د پام وړ دي، خو د لوګر جغرافيايي موقعيت ته په کتو په دې ولايت کې هسې چارې نه دي، تر سره شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA