د امریکا سنا جرګې د رايو په اكثريت د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د جان کیري ټاکنه تایید کړه. سناتور کیري د هیلري کلینتن پرځای پر دې دندې ګمارل شوى او له دې وړاندې يې په بېلابېلو منصبونو دنده ترسره كړې او په تېرو څلورکلونو کې د سنا جرګې
د امریکا سنا جرګې د رايو په اكثريت د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د جان کیري ټاکنه تایید کړه.
سناتور کیري د هیلري کلینتن پرځای پر دې دندې ګمارل شوى او له دې وړاندې يې په بېلابېلو منصبونو دنده ترسره كړې او په تېرو څلورکلونو کې د سنا جرګې د بهرنيو اړيكو د کمېټې د مشر په توګه پاتې شوى دى.
دغه راز نوموړى په ۲۰۰۴ کال کې د جمهوري ریاست کاندید هم و، خو پاتې راغى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

