د بيان په ازادۍ کې افغانستان له پاکستان او هندوستان څخه مخکې او د نړۍ په کچه يې ١٢٨ مقام خپل كړ. دغه څرګندونې په هغه راپور کې شوي، چې نن د بې پولې خبريالانو د نړيوال سازمان (ار. اېس. اېف) له خوا خپور شوى دى.
د بيان په ازادۍ کې افغانستان له پاکستان او هندوستان څخه مخکې او د نړۍ په کچه يې ١٢٨ مقام خپل كړ.
دغه څرګندونې په هغه راپور کې شوي، چې نن د بې پولې خبريالانو د نړيوال سازمان (ار. اېس. اېف) له خوا خپور شوى دى.
په راپور کې راغلي، چې افغانستان د بيان په ازادۍ کې ٢٠ نومرې پورته شوى او تېر کال يې د نړۍ په هېوادونو کې ١٤٨ مقام درلود.
سرچينې زياته کړې، چې په افغانستان کې د ژورنالېستانو وضعيت د پخوا په پرتله ښه شوى دى.
د بې پولې خبريالانو په راپور کې راغلي، چې افغانستان د بيان د ازادۍ په برخه کې د تېر په پرتله د پام وړ پرمختګ کړى، که څه هم د ژورنالېستانو پر وړاندې تاوتريخوالى په بشپړه توګه نه دى له منځه تللى.
په دغه راپور کې په ډاګه شوې، چې په افغانستان کې د بيان ازادي تر هند او پاکستان ښه ده، هندوستان د بيان په ازادۍ کې په ١٤٠ او پاکستان په ١٥٩ کې مقام کې ځاى لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


