په خوست کې د لومړي ځل لپاره د مدافع وکيلانو خپلواکه اداره (عدالت د ټولو لپاره) پرانستل شوه. ((عدالت د ټولو لپاره)) د ادارې مسوولين وايي چې دغه اداره به خپل کارونه د قانون په رڼا کې مخ ته وړي او په دغه ولايت كې به ټولنيز عدالت ته لاره
په خوست کې د لومړي ځل لپاره د مدافع وکيلانو خپلواکه اداره (عدالت د ټولو لپاره) پرانستل شوه.
((عدالت د ټولو لپاره)) د ادارې مسوولين وايي چې دغه اداره به خپل کارونه د قانون په رڼا کې مخ ته وړي او په دغه ولايت كې به ټولنيز عدالت ته لاره اواره كړي او له خلکو سره به په لازمو فرصتونو کې مرسته وکړي.
د خوست په محاکمو کې دا مهال د قومي شخړو، د ځکمو د غصب او لسګونه نورې دوسیې پرتې دي چې د فیصله کولو لپاره یې د مدافع وکیلانو شتون ته اړتیا احساسېږي.
د خوست ولایت اوسېدونکى حسن جان وايي چې په خوست کې د مدافع وکیلانو نشت د دوسیو د فیصله کولو چارې په میاشتو میاشتو ځنډوي:((زموږ په کلي کې د ځمکې دعوه روانه وه، مدافع وکیلان نه وه او خلکو په میاشتو میاشتو خوارۍ وګاللې.))
حسن جان چې له خپلو کلیوالو سره پوره څلور میاشتې ستړیا زغملي وايي چې په دغه موده کې د دوی د کلي او کور یو یو تن له خپلو ورځنیو چارو پاتې وه: (( مدافع وکیلان ډېر مهم دي، دعوه په محکمه کې وه، خو موږ د خپلې دعوې په اړه په هېڅ هم نه پوهېدو.))
په خوست کې د حقوقي چارو يو شمېر پوهان هم په دغه ولایت کې د مدافع وکیلانو اړتیا ته په پام وايي چې ((عدالت د ټولو لپاره)) اداره به نه یوازې د خلکو د حقونو د خوندیتوب لپاره هڅه وکړي، بلکې له عدلي او قضايي ادارو سره به هم مرستندوی واقع شي.
په خوست کې د شيخ زايد پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد ميرولي جان لکڼوال وايي چې په دغه ولايت کې حقوقي او دې ته ورته نورې ډېرې مسئلې موجودې دي چې د ياد بنسټ په جوړېدو به حل و فصل شي.
د لكڼوال د وينا له مخې، هر هغه څوک چې په کوم تور زندان کې شپې تيروي، بايد د قانون له مخې مدافع وکيل ولري او که د کوم تورن کس اقتصادي وضعيت دومره ښه نه وي چې مدافع وکيل په پيسو ونيسي، نو د قانون له مخې دولت مکلفيت لري چې ياد تورن ته مدافع وکيل ونيسي: (( هر سړى چې خپله دعوه او لانجه محکمې ته وړي او يا د کوم تور په اساس زنداني کېږي، نو له اساسي حقونو څخه یې يو دا هم دى چې مدافع وکيل ولري.))
استاد لکڼوال زیاتوي، دا چې په خوست کې لانجې د نورو سيمو په پرتله ډېرې دي، نو په دې سيمه کې د مدافع وکيلانو شتون هم ډېر اړین دی.
په خوست کې عدالت د ټولو لپاره د ادارې مشر منورشاه سروري وايې چې ياد بنسټ به د هر اغېزمن شوي تن لاس نيوى او د حقونو د خوندیتوب لپاره به یې کار وکړي.
سروري وايي چې عدالت د ټولو لپاره اداره خپلواکه، ناپېیلې او په کال ١٣٨٦ کې د هېواد د يوه خيرخواه له خوا جوړه او دوى هم له هغه څخه په الهام اخستو په خوست کې خپل ځايي دفتر پرانست، څو د اغېزمنو شويو خلکو پر وخت او وړيا مرسته وکړي.
د نوموړي په خبره، ياد خيريه بنسټ که له يوې خوا دعدلي او قضايې ارګانونو سره مرسته او همکاري کوي، له بلې خوا د هغو ادارو سره څنګ په څنګ کار کوي چې له بشري حقونو د دفاع په مقصد جوړ شوي دي.
نوموړى زياتوي: (( د ياد بنسټ له اساسي کارونو د عدالت تامين، د قانون حاکميت، د ټولنې د وګړو د حقوقي ستونزو درکول او د هغې له منځه وړل، د بې وزله خلکو له حقونو څخه په وړيا ډول دفاع، د ټولنې د غړو د حقوقي پوهې د ظرفيت لوړول، په ټولنه کې د عدالت او قانون د لا بهتروالي په برخه کې له عدلي او قضايي ارګانونو سره مرسته او په ټولنه کې د توپيريز چلند او د تاوتريخوالي پر وړاندې مبارزه، شامله ده.))
د يادونې وړ ده چې اوس هم ګڼ خلک په خوست ولایت کې د خپلو حقوقي دعوو، قومي شخړو او نورو مسئلو په اړه په سيمه کې له ځايي ملايانو، متقاعدو قاضيانو او څارنوالو څخه په ډېرو پيسو په نا رسمي او نا مسووله بڼه سلا مشورې اخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

