ads

افغان او پاكستاني چارواكو د ناټو له وتلو وروسته پر امنيتي حالاتو خبرې وکړې

  د افغانستان او پاکستان پوځي چارواکو له افغانستان څخه د ناټو د وتلو او تر هغې وروسته پر امنيتي حالاتو خبرې وکړې. د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتر ( آي اېس پي آر) لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغانستان د ملي دفاع د وزير جنرال بسم الله […]

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1391
افغان او پاكستاني چارواكو د ناټو له وتلو وروسته پر امنيتي حالاتو خبرې وکړې

 

د افغانستان او پاکستان پوځي چارواکو له افغانستان څخه د ناټو د وتلو او تر هغې وروسته پر امنيتي حالاتو خبرې وکړې. د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتر ( آي اېس پي آر) لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغانستان د ملي دفاع د وزير جنرال بسم الله محمدي په مشرۍ

 

 

 

د افغانستان او پاکستان پوځي چارواکو له افغانستان څخه د ناټو د وتلو او تر هغې وروسته پر امنيتي حالاتو خبرې وکړې.

 

 

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتر ( آي اېس پي آر) لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغانستان د ملي دفاع د وزير جنرال بسم الله محمدي په مشرۍ افغان پلاوي او د پاکستاني پوځ د مشر جنرال اشفاق کياني په مشرۍ پاکستاني پلاوي د علاقې وړ مسلکي موضوعاتو او ددفاع په برخه کې د همکا ريو په زياتولو خبرې وکړې.

د سرچينې په وينا، دواړو پلاوو پر دې  هم خبرې وکړې، چې څه ډول وکولى شي، ترڅو د دواړو هېوادونو د وسلوالو ځواکونو ترمنځ په روزنې او نورو برخو کې همکاري زياته شي.

په اسلام اباد كې يوې پوځي سرچينې، چې د نوم له څرګندولويې ډډه کوله، ويلي د پاکستان د پوځ مشر جنرال کياني د افغانستان ددفاع وزير ته ډاډ  ورکړ، چې د سرحدي سيمو امنيت به ټينګ ساتل کېږي، ترڅو د ناټو تر وتلو وروسته سيمه له ګډوډۍ څخه وژغورل شي.

د ملي دفاع وزير جنرال محمدي تېره شپه ناوخته د پاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري سره هم ليدلي او په ډاګه کړې يې ده، چې هېواد يې له پاکستان سره په دفاعي چارو کې خپلې اړيکې پراخول غواړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA