په داسې حال کې چې په کندوز ولایت کې د پولیسو له روزنیز مرکز شاوخوا ۸۰ تنو سیمه ییزو پولیسو د فراغت سندونه ترلاسه کړل، یو شمېر خلک شکایتونه کوي چې نامسووله وسله وال د سیمه ییزو پولیسو نوم د خلکو په لوټلو لګیا دي.
په داسې حال کې چې په کندوز ولایت کې د پولیسو له روزنیز مرکز شاوخوا ۸۰ تنو سیمه ییزو پولیسو د فراغت سندونه ترلاسه کړل، یو شمېر خلک شکایتونه کوي چې نامسووله وسله وال د سیمه ییزو پولیسو نوم د خلکو په لوټلو لګیا دي.
د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني وايي چې دا فارغ شوي پولیس به د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې دنده اجرا او مخکیني تشکیل ته په پام به د دغې ولسوالۍ لپاره د دوی تشکیل پوره شي: ((۷۰ تنه دوه اوونۍ د مخه فارغ شوي.))
پخوا په کندوز کې اکثره خلکو د سیمه ییزو پولیسو له چال چلند سرټکاوه، خو اوس وايي چې یو شمېر وسله وال د سیمه ییزو پولیسو په نوم ناامني جوړوي او خلک لوټي.
د امام صاحب، چهاردرې، دشت ارچي او کندوز د مرکز اړوند سيمو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دوی په سیمه کې سیمه ییز پولیس شته، خو په خبره یې د دغو پولیسو په نوم نامسوول وسله وال د خلکو په ځورولو لاس پورې کوي.
د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي انور وايي: ((دغه وسله وال، د ورځې د طالبانو په څېر عشر او زکاتونه غواړي؛ خو په شپه کې بيا د غلو او لار شکوونکو په څېر خلک داړي.))
نوموړي زياته کړه، د سيمې ټول خلک پوهېږي چې دوی سيمه ييز پوليس نه دي؛ خو دوی پر خلکو ځانونه د سيمه ييزو پوليسو په شکل تحميلوي.
د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی مير عالم هم په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو په نوم د وسله والو شتون تاییدوي او وايي: (( د خلکو لوڼې ځوروي، تر دې چې په زوره پرې جنسي تېري هم کوي.))
د روان لمریز کال د لړم په ۱۷مه په کابل کې د هغې ۱۸ کلنۍ نجلۍ دوسیې ته د رسېدګۍ په خاطر قضايي جلسه ونیول شوه چې د کندوز په توبره کش سیمه کې د محلي پولیسو په نوم پرې جنسي تېری وشو.
د پېښې قرباني لعل بي بي ویلي وو: (( د شپې قومندان نظامي، قومندان غلام سخي، خدایداد، عبدالرزاق او اخترمحمد زموږ په کور راننوتل، لومړی یې زما لاسونه وتړل او بیا یې بوتلم، پلارمې چې د خلاصون هڅه وکړه، هغه یې هم وواهه، زه یې د خدایداد کورته یوړم او بې له دې چې نکاح وکړي زه یې په بدو کې واخستم او خدایداد پوره یوه میاشت راسره زنا وکړه.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


