په ګردېز ښار کې د لومړي ځل لپاره د بشري حقونو د سيمه ايز دفتر له لوري يو شمېر نجونو ته د بيان د ازادۍ په اړه درې ورځنی ورکشاپ داير شو، چې د بيان د ازادۍ د اهميت تر څنګ پکې د رسنيو په اړه قوانين او په اړونده برخه کې يو لړ ابتدايي معلومات هم وړاندې شول.
په ګردېز ښار کې د لومړي ځل لپاره د بشري حقونو د سيمه ايز دفتر له لوري يو شمېر نجونو ته د بيان د ازادۍ په اړه درې ورځنی ورکشاپ داير شو، چې د بيان د ازادۍ د اهميت تر څنګ پکې د رسنيو په اړه قوانين او په اړونده برخه کې يو لړ ابتدايي معلومات هم وړاندې شول.
په ګردېز کې د بشر د حقونو د سيمه ايز دفتر مرستيال محمد يوسف ملاتړ وايي چې لا هم ښځې محکومې دي اوپه وينا يې د دې ورکشاپ له جوړېدو يې يوه موخه دا وه، تر څو ښځې د خپل غږ پورته کولو جرات پيدا کړي.
دی وايي؛ په دې ورکشاپ کې دېرش تنه نجونو ګډون کړی چې درې ورځې به دوام وکړي او د بيان د ازادۍ تر څنګ پکې د رسنيو د قوانينو په اړه هم معلومات وړاندې کوي.
نوموړی د ښځو د غږ اوچتول خورا اړين بولي او وايي چې لا هم په افغاني ټولنه کې ښځې د محکوميت د دېوالونو تر شا ژوند تېروي.
د دې ورکشاپ ګډونوالې نجونې خوښي دي چې د بيان د ازادۍ د اهميت په اړه د لومړي ځل لپاره په يو ورکشاپ کې برخه اخلي او د خپل نظر د څرګندولو په اړه معلومات تر لاسه کوي.
شکريه چې د دې ورکشاپ يوه ګډونواله ده، وايي؛ په دې ورکشاپ کې يې دا زده کړي دي چې د بيان ازادي په څه مفهوم ده او په دې ورکشاپ کې به د بيان د ازادۍ په اړه هغه قانوني معلومات تر لاسه کړي چې تر دې دمه يې نه لرل.
دا وايي؛ دا وخت د پکتيا په څېر ولايت کې هم د بيان ازادۍ ته تر يو بريده کار شوی دی او ښځې تر يو بريده په دې پوهېدلې دي چې د بيان ازادي څومره اهميت لري؟!
د پکتيا د ښځو چارو رياست سرپرسته نسرين اورياخېل هم دا ډول ورکشاپونه خورا ګټور بولي او وايي چې د داسې ورکشاپونو جوړېدل به ښځې دې ته وهڅوي چې خپل غږ په ازاد ډول پورته کړي او خپل حقوق خپل کړي.
دا وايي؛ په دې ډول ورکشاپونو کې ښځينه له قوانينو څخه خبرېږي او په دې اساس په ټولنيز ژوند کې د ظلم او تاوتريخوالي لمن ور ټولېږي.
دا وايي؛ په دې سره به ښځې په دې وپوهېږي چې څرنګه دوی خپل غږ پورته کړي او د خپل حق غوښتنه وکړي.
نوموړې دا ډول ورکشاپونه خورا مهم بولي او وايي چې بايد نور ورته ورکشاپونه دې هم جوړ شي.
دا وايي؛ دا وخت ښځينه کولای شي، د خپلو حقونو غوښتنه په عدليه او قضايه ارګانونو کې وکړي.
اورياخېل زياتوي لا هم په ځينو سيمو کې دودونه حاکم دي او ښځې نه شي کولای په بشپړ ډول له خپلو حقونو څخه برخه منې شي.
په پکتيا کې دا لومړی ځل دی چې د ښځو لپاره د بيان د ازادۍ په اړه يو معلوماتي ورکشاپ جوړېږي، خو نورو سيمو ته په کتو لا هم په دې ولايت کې ښځينه د رسنيو په ډګر کې کمې راڅرګندې شوې دي، دا مهال په دې ولايت کې يوازې د ښځو غږ په نوم يوه سيمه ايزه راډيو فعاليت لري چې ډېرې خپرونې يې د ښځو د ژوند په اړه دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


