له هغه وروسته چې ملګرو ملتونو د هېواد په زندانونو كې د شكنجې د شتون په اړه يو راپور خپور كړ، ناټو پرېكړه وكړه چې افغانستان ته د نړيوالو ځواكونو تر نظارت لاندې زندانونو د سپارلو لړۍ وځنډوي.
له هغه وروسته چې ملګرو ملتونو د هېواد په زندانونو كې د شكنجې د شتون په اړه يو راپور خپور كړ، ناټو پرېكړه وكړه چې افغانستان ته د نړيوالو ځواكونو تر نظارت لاندې زندانونو د سپارلو لړۍ وځنډوي.
د ملګرو ملتونو په راپور كې راغلي چې د افغان حكومت تر كنټرول لاندې زندانونو كې وضيعت د اندېښنې وړ دى او په پراخه كچه په دغو زندانو كې د شكنجې له بېلا بېلو ډولونو كار اخستل كېږي.
په دغه راپور كې چې د سلواغې په ۲مه خپور شو، د شكنجې له ۱۱ بېلا بېلو ډولونو يادونه كوي چې بنديان ورسره لاس او ګريوان دي، له دې ډلې وهل ټكول، برېښنايي ټكانونه، راځړول، د نوكانونو ويستل او په جنسي تېري او مرګ ګواښل يې د مهمو هغو په توګه ياد شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، د دغه راپور د چمتو كولو په هدف يې، د ۲۰۱۰ كال له اكتوبر د ۲۰۱۱ تر اګسټ پورې د افغانستان د ۲۲ ولايتونو په ۴۷ زندانونو كې له ۳۷۹ زندانيانو سره مركې كړې دي.
د ملګرو ملتونو په خبره، تر ټولو سختې او ناوړه شكنجې د ملي امنيت او ملي پوليسو تر كنټرول لاندې زندانونو كې ترسره شوې دي. راپور وايي، په دغه زندانونو كې نه يوازې چې د پاخه عمر كسان شكنجه كېږي، بلكې داسې كسان هم شكنجه شوي چې حتى خپل قانوني عمر ۱۸ كاله يې هم نه دی پوره كړی. خو د كورنيو چارو او ملي امنيت چارواكو بيا د ملګرو ملتونو ياد راپور بې بنسټه بللى دی. د كورنيو چارو امنيتي مرستيال عبدالرحمن رحمن وايي: (( ملګري ملتونه داسې كوم لاسوندونه نه لري چې پر بنسټ يې د افغانستان په زندانونو كې د شكنجې شتون ثبوت كړي.))
امنيتي چارواكي له ملګرو ملتونو غواړي هغه لاسوندونه دې ور وړاندې كړي چې د هېواد په زندانونو كې د شكنجې شتون ثابتوي. رحمن زياتوي، د كورنيو چارو وزارت چمتو دى چې له يوناما سره په ګډه د هېواد د نورو حقوقي ادارو تر څار لاندې له زندانونو ليدنه وكړي.
د نوموړي په خبره كه داسې څه وموندل شي، نو مجرم كسان به عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژني.
له بل لوري د بشر حقونو د خپلواك كمسيون اجرايوي مشر موسى محمودي هم له كليد سره په ځانګړې مركه كې د ملي امنيت او ملي پوليسو په نظارت خونو كې د شكنجې شتون تاييدوي.
محمودي وايي: (( د هېواد په زندانونو كې د شكنجې او ناوړه چلند موارد شتون لري چې د بشر حقونو كمسيون يې په اړه راپورونه چمتو كړي او په ډېر نږدې كې به يې د رسنيو تر كمرو او چاپي پاڼو ورسوي.))
د سياسي چارو شنونكى كمال سادات وايي بیا چې د هېواد د زندانونو چارواكي د بنديانو په ساتلو كې كوم ځانګړى مهارت نه لري، نو له همدې كبله تل د اعتراف د اخستلو په هدف پر شكنجې او ناوړه چلند لاس پورې كوي.
د سادات په خبره، ساتونكي په ډېرى مواردو كې له زندانيانو سره داسې چلند كوي چې د هغوى انساني كرامت تر پښو لاندې كوي.
د نوموړي په خبره، داسې لارې چارې شته چې له ناوړه چلند پرته مستنطقين كولاى شي د تورنو كسانو اعتراف تر لاس كړي: (( خو له بده مرغه دوى په دې برخه كې كوم ځانګړى مهارت نه لري.))
سادات زياتوي، شونې نه ده چې ملګري ملتونه دې داسې راپور خپور كړي چې د ټولنې له عيني واقعیتونو سره په ټكر كې وي.
خو د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد جعفر كوهستاني كه څه هم د شكنجې له شتون سره هومره مخالف نه دى، خو وايي: (( پېړيو څرګنده كړې چې تر كاسې لاندې نيمه كاسه شتون لري.))
د استاد كوهستاني په خبره، ښايي په نړۍ كې داسې مجرمان ډېر كم وي چې په ريښتيني ډول په خپل جرم اعتراف وكړي، د نوموړي په وینا شكنجه به حتما وي، خو په دې كچه نه چې په دې راپور كې ورته نغوته شوې ده.
كوهستاني زياتوي، تل ليدل شوي چې مجرمين له قانون تښتي او په ډېرو مواردو كې زورواكان له مجرمينو ملاتړ كوي چې ښايي اشاره يې په وروستيو كې په اروزګان ولايت كې د یو سلو څو تنو پر وژنې تورن عبدالحكيم شجاعي او نورو داسې مواردو ته وي.
د بندیانو د شکنجې راپور په داسې حال كې خپرېږي چې په دې وروستيو كې جمهور رئيس كرزى واشنګټن ته لاړ او هلته يې د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون په برخه كې افغان حكومت ته د ټولو زندانونو لېږد د مخكې شرط په توګه وړاندې كړ.
خو دا چې د ملګرو ملتونو د وروستي راپور تر شا څه نغښتي لا هم نه ده معلومه او اساسي پوښتنه همدا ده چې دا راپور ولې له نن څخه شپږمیاشتې، کال او یا هم دوه كاله مخكې نه خپرېده چې نن خپور شوی؟
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


