د وينزويلا د لوېديځ ښار بارکويزمتو په زندان کې د بنديانو او ساتونکو ترمنځ په اخ و ډب او نښتو کې لږترلږه پنځوس تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. د يوه روغتون چارواکي روي مدينا د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، چې په نښته کې ۹۰ ټپي شوي کسان د دوى روغتون ته وړل شوي، چې زياتره يې په
د وينزويلا د لوېديځ ښار بارکويزمتو په زندان کې د بنديانو او ساتونکو ترمنځ په اخ و ډب او نښتو کې لږترلږه پنځوس تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د يوه روغتون چارواکي روي مدينا د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، چې په نښته کې ۹۰ ټپي شوي کسان د دوى روغتون ته وړل شوي، چې زياتره يې په مرميو ويشتل شوي دي.
په وژل شويو کې بنديان، د زندان ساتونکي او د زندان خدمتي کارکوونکي شامل دي.
د بنديانو او ساتونکو ترمنځ نښته هغه مهال پيل شوه، چې د اوريبانا زندان ته له يوې سيمه ييزې رسنۍ سره په زندان کې د وسلو د پلټنې لپاره پوځيان ورغلل.
د يوې ناحکومتي مؤسسې همغږي کوونکي کارلوې نيتو پارلما ويلي، چې ښايي د وژل شويو كسانو شمېر زيات شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

