ads

د مصر په اخ و ډب كې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د مصر په سويس ښار کې د اعتراض کوونکو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب کې لږ تر لږه پنځه کسان په ډزو وژل شوي او د دې هېواد په نورو برخو کې تر ۳۰۰ زيات کسان ټپيان شوي هم دي. د مصر په سويس ښار کې د اعتراض کوونکو او پوليسو ترمنځ اخ و […]

نویسنده: TKG
7 سلواغه 1391
د مصر په اخ و ډب كې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د مصر په سويس ښار کې د اعتراض کوونکو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب کې لږ تر لږه پنځه کسان په ډزو وژل شوي او د دې هېواد په نورو برخو کې تر ۳۰۰ زيات کسان ټپيان شوي هم دي.

د مصر په سويس ښار کې د اعتراض کوونکو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب کې لږ تر لږه پنځه کسان په ډزو وژل شوي او د دې هېواد په نورو برخو کې تر ۳۰۰ زيات کسان ټپيان شوي هم دي.

د رپوټونو له مخې، دا لا څرګنده نه ده، چې پروني وژل شوي کسان د امنيتي ځواکونو غړي او که ولسي خلک دي.

دا تاوتريخوالی په داسې حال کې پېښ شوى، چې لاريون كوونكو د ۲۰۱۱ميلادي کال د انقلاب، چې په نتيجه کې يې د پخواني جمهوررئيس حسنې مبارک د اوږدې مودې واکمني نسکوره شوه، دويمه کاليزه لمانځله.

اعتراض کوونکي د اوسني جمهوررئيس محمد مرسي مخالفت کوي او وايي، د حسنې مبارک پر وړاندې د پاڅون ډيموکراسي پلوه اهداف نه دي ترلاسه شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA