سوله او ثبات د بشریت د نړۍ له مهمو او بنسټیزو اړتیاوو څخه شمېرل کېږي، خو سوله د ښځو لپاره يوه ځانګړې معنا، مفهوم او ارزښت لري او د څه باندې درې لسيزو جنګ جګړو او تاوتريخوالي له كبله سولې او آرامۍ ته لېواله او سترګې په لاره دي، ځكه په دې تېرو كلونو كې يې د تپل شوې جګړې له كبله د ژوندانه ټولې خوښۍ او نېكمرغۍ له لاسه وركړي او كلونه، كلونه يې د جنګ تريخ زهر څكلي دي.
سوله او ثبات د بشریت د نړۍ له مهمو او بنسټیزو اړتیاوو څخه شمېرل کېږي، خو سوله د ښځو لپاره يوه ځانګړې معنا، مفهوم او ارزښت لري او د څه باندې درې لسيزو جنګ جګړو او تاوتريخوالي له كبله سولې او آرامۍ ته لېواله او سترګې په لاره دي، ځكه په دې تېرو كلونو كې يې د تپل شوې جګړې له كبله د ژوندانه ټولې خوښۍ او نېكمرغۍ له لاسه وركړي او كلونه، كلونه يې د جنګ تريخ زهر څكلي دي.
سره له دومره امېدونو او هیلو بیا هم داسې برېښي چې سولې ته د رسېدو په لار کې د افغانانو مخ ته زیاتې ستونزې او کړاوونه پراته دي. یوازې د روان کال په اوږدو کې په بېلابېلو هېوادونو لکه، قطر، جاپان، فرانسې او دوبۍ كې جوړې شوې غونډې چې طالبانو پکې ګډون نه درلود، ټولې هغه غونډې دي چې په افغانستان کې د سولې د رامنځ ته راوړلو په خاطر جوړې شوې، خو له بده مرغه تر اوسه هېڅ داسې څرک نه دی لګېدلی چې سولې ته افغانان هیله من کړي.
په دې وروستیو کې د سولې بهير د خلکو له نظره بې مفهومه او یا د ډېریو په آند پروژه ای بڼه غوره کړې، ځکه کله هلته او کله دلته د بې پایلو غونډو جوړول او له بلې خوا په هېواد کې د مخالف لوري د بریدونو ډېرېدل، هغه څه دي چې دا بهیر یې تر پوښتنو لاندې راوستی دى.
افغانان له کلونو راهیسې د سولې او آرامۍ تږي دي او په دې لار کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
له بلې خوا له هغې ورځې نه چې له طالبانو سره د سولې او روغې جوړې خبرې را میدان ته شوي او افغان چارواکو پتییلې چې په افغانستان کې د روانې تپل شوې جګړې د پای ته رسولو په خاطر پرته له روغې جوړې او سولې بله کومه لار نشته، له مخالفینو سره د روغې جوړې دې خبرو، د مدني ټولنو او هغو بنسټونو چې د ښځو د حقونو د تامین په خاطر کار کوي اندېښنه او تشویش را پارولی او په وار، وار یې د بېلابېلو غونډو او پرېکړو په ترڅ کې له حکومت او نورو هغو کسانو څخه چې په دې برخه کې په یو ډول نه یو ډول دخیل دي غوښتي چې په دې پرېکړو کې دې د افغان ښځو هغه لاسته راوړنې او حقونه تر پوښتنې لاندې را نه ولي چې د تېرو کلونو په ترڅ کې یې د ډېرو ستونزو په ګاللو او قربانیو په ورکولو تر لاسه کړې دي.
د هېواد د ښځو هيله او امېد دا دى چې د دوی په ژوند کې مثبت بدلون راشي او په لومړي سر کې د افغانستان خلک او ښځې سوله غواړي.
ډېره مهمه غوښتنه چې افغانې ښځې او ولس يې تل لري، هغه دا ده چې د افغانستان د خلکو ارزښتونو ته دې احترام وشي.
ښځې د هرې ټولنې نيمه برخه جوړوي او تر نارينه وو زياتې د جنګ جګړو تر اغېزې لاندې راځي او د كړاوونو ژوند يې په نصيب كېږي. دا ځكه چې په جگړو کې د خاوند، لور، زوى او يا د ورور د مرگ په وير ژړېدلې دي.
د تاريخ په دې اساس پړاو كې چې هېواد او هېواد وال مو تر هرڅه د مخه سولې ته اړتيا لري او جنګ نه يوازې افغانستان، بلكې سيمه او نړۍ هم تر ګواښ لاندې نيولې ده، اړينه برېښي چې د حكومتونو او دولتونو واكمنان په دې لاره كې له هېڅ ډول هڅې او هاند څخه ډډه ونه كړي.
د سولې تر سيوري لاندې خلك آرام او خوښ ژوند تېروي او د اسلام په مقدس دين كې هم ټول مخلوقات په تېره بيا مسلمانان سولې ته را بلل شوي او له جنګ، جګړو څخه كركه او نفرت څرګند شوى دى، خو زموږ په هېواد كې كومه ده دا سوله او آرامي چې له لسيزو را پدېخوا يې په تمه يو؟ تر كله به د پرديو په اشاره او ګټه د لاس وسيله اوسو او خپل هر څه به د نورو د خوښيو په خاطر قرباني كوو؟ تر كله به زموږ د كورنيو ستونزو د حل لپاره په پرديو هېوادونو كې غونډې جوړېږي او پرېكړې به مو پردي كوي؟ آيا دا هماغه افغانان نه دي چې د پېړيو په اوږدو كې د دوى له وېرې او برم نه به پردي لړزېدل؟ آيا دا هماغه افغانان نه دي چې د هېواد او سيمې ستونزې او جګړې به يې په جرګو او غونډو فيصله كولې؟ نو اوس څه شوي چې ځان، ملت او هېواد ته د سولې او آرامۍ په راوستو كې پاتې راغلي او هره ورځ يې يو د بل په مخ توره او ټوپك ايستلي او يو او بل وژني او يا يې هم د پرديو لخوا ښځې او ماشومان بې ګناه وژل كېږي. راځئ په ځاى د دې چې ځانونه د جنګ، جګړو اتلان او توريالان كړو او يوازې د يوې ورځې سولې غوښتونكي شو، خلكو ته دايمي سوله او آرامي راولو او نور پرېنږدو چې خويندې مو كونډې، رنډې او ماشومان مو د يتيمۍ څپېړې ووهي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

