ads

د ايران د اټومي پروګرام پر سر خبرې ځنډېږي

رپوټونه وايي، چې د تهران د اټومي پروګرام پر سر د ايران او شپږو سترو طاقتونو ترمنځ خبرې ښايي نورې هم وځنډېږي.يوه اروپايي ډيپلومات پرون د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي، ډېر احتمال دا دی، چې د خبرو دويم پړاو د جنورۍ پرځای په راروانه ميلادي مياشت کې ترسره شي.كه څه هم د […]

نویسنده: TKG
7 سلواغه 1391
د ايران د اټومي پروګرام پر سر خبرې ځنډېږي

رپوټونه وايي، چې د تهران د اټومي پروګرام پر سر د ايران او شپږو سترو طاقتونو ترمنځ خبرې ښايي نورې هم وځنډېږي.
يوه اروپايي ډيپلومات پرون د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي، ډېر احتمال دا دی، چې د خبرو دويم پړاو د جنورۍ پرځای په راروانه ميلادي مياشت کې ترسره شي.
كه څه هم د اروپايي ټولنې ډيپلوماتان او ايراني چارواکي له څو مياشتو راهيسې د خبرو د نوي پړاو پر تنظيمولو خبرې اترې کوي، خو د اروپايي ټولنې چارواکي وايي، چې ايران د نېټې او ځای په ټاکلو کې ځنډ راولي.
اروپايي ټولنه د امريکا، چين، روسيې، بريتانيا، فرانسې او جرمني په استازيتوب د دغو خبرو منځګړيتوب کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA