ads

امريكا به په افغان ټاكنو كې له چا سره سازش ونکړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په توګه د جمهور رئيس بارک اوباما له خوا نومول  شوى سناتور جان کېري وايي چې امريکا به په افغانستان کې د جمهوري رياست د تېرځل انتخاباتو په څېر د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې له چا سره سازش ونکړي.     د امريکا د بهرنيو چارو وزير په […]

نویسنده: TKG
6 سلواغه 1391
امريكا به په افغان ټاكنو كې له چا سره سازش ونکړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په توګه د جمهور رئيس بارک اوباما له خوا نومول  شوى سناتور جان کېري وايي چې امريکا به په افغانستان کې د جمهوري رياست د تېرځل انتخاباتو په څېر د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې له چا سره سازش ونکړي.

کېري، چې پرون د سنا د نړيوالو اړيکو کميټې ته څرګندونې کولې وويل، د ۲۰۱۴ کال د جمهوري رياست د انتخاباتو شفافيت نه يوازې د افغانستان بلکې د امريکا لپاره هم ډېر زيات اهميت لري او زياته يې کړه، چې له دې پرته به امريکايانو او د افغانستان په ماموريت کې د شاملو هېوادونو خلکو ته د دې ماموريت د دوام لپاره قناعت ورکول ډېر ګران کار وي.

کېري، چې له تېرو اته ويشتو کلونو راهيسې د بهرنيو اړيکو د کميټې غړى او له ۲۰۰۹ کال راهيسې يې مشر دى  په تېرو څو کلونو کې د افغانستان او پاکستان په د ډيپلوماسۍ کې ډېر زيات دخيل پاتې شوى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA