د ملگرو ملتونو د سولې ماموريت ويلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير د لانجمنې سيمې د کنټرول کرښې اوږدو کې د وروستېو نښتو په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د ملگرو ملتونو د سولې ماموريت ويلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير د لانجمنې سيمې د کنټرول کرښې اوږدو کې د وروستېو نښتو په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
دغه نښتې د جنورۍ په شپږمه نېټه شوې وې.
اسلام اباد کې د ملگرو ملتونو د څارونکې ډلې وياند، اندري مېچل ويلي، چې دا پلټنې د جنورۍ له ٢٠ مې نېټې څخه پيل شوې دي.
په دې سيمه کې د تاوتريخوالي وروستۍ پېښې هغه مهال وشوې، چې د پاکستاني پوځ په وينا د جنورۍ په شپږمه نېټه هندي پوځيان د کنټرول کرښې نه تېر او د پاکستان دوه سرتېري يې سخت ټپيان کړل، چې يوۀ يې وروسته ساه ورکړه.
هندوستان بيا ادعا لري، چې له دې نه وروسته د جنورۍ په اتمه نېټه د پاکستاني ځواکونو لخوا يې دوه سرتېري وژل شوي وو، چې له يوه څخه يې سر پرې شوى وو.
له دې پېښو وروسته د د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالى زيات شوى او څو ورځې وړاندې د هند لومړي وزير په يوۀ سخت پيغام کې ويلي وو، چې له دې پېښې وروسته پاکستان سره اړيکې د تېر په څېر نه شي پاتې کېداى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

