ads

هند او چين د افغانستان په اړه خبرې كوي

ټاكل شوې ده، چې په راتلونكو مياشتو كې د افغانستان په اړه د هند او چين ګډه ناسته ترسره شي. د اسټراليا د ملبورن پوهنتون د سياسي علومو استاد او د چين د چارو شنونکی پراديب كومار تانجا تېره ورځ ويلي، چې په دغه ناسته كې به د افغانستان د ټاكل شوې ده، چې په […]

نویسنده: TKG
4 سلواغه 1391
هند او چين د افغانستان په اړه خبرې كوي

ټاكل شوې ده، چې په راتلونكو مياشتو كې د افغانستان په اړه د هند او چين ګډه ناسته ترسره شي. د اسټراليا د ملبورن پوهنتون د سياسي علومو استاد او د چين د چارو شنونکی پراديب كومار تانجا تېره ورځ ويلي، چې په دغه ناسته كې به د افغانستان د

ټاكل شوې ده، چې په راتلونكو مياشتو كې د افغانستان په اړه د هند او چين ګډه ناسته ترسره شي.

د اسټراليا د ملبورن پوهنتون د سياسي علومو استاد او د چين د چارو شنونکی پراديب كومار تانجا تېره ورځ ويلي، چې په دغه ناسته كې به د افغانستان د مسايلو د حل لپاره يو لړ تړونونه هم لاسليك شي او په سيمه كې به د تروريزم د له منځه وړلو پر سر هم خبرې وشي.

نوموړي د هند او چين د خپلمنځي اړيكو او له امريكا سره د پاكستان پر نږدې اړيكو د چين اندېښنې ته اشاره كړې او زياته كړې يې ده، چې چين د پاكستان سرحدي سيمو ته د امريكا د نږدې كېدو د پړې ګوته پاكستان ته نيسي.

د هغه په وينا، په ډېرو برخو كې د هند پر وړاندې د پاكستان له ګټو څخه د چين ملاتړ تل د هند اندېښنه را پارولې ده.

تانجا وايي، د هند او چين په ګډه ناسته كې به چين هڅه وكړي، چې د پاكستان له ګټو څخه هم ملاتړ وكړي، خو په ټوله كې دواړه هېوادونه په دغه پلمه غواړي خپلې اړيكې پياوړې كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA