ads

لغمان كې د دوو استنادي دېوالونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې

د لغمان په دوو ولسوالیو کې د دوه سوه څلوېښت زره امریکایې ډالرو په ارزښت استنادي دېوالونه جوړ شول. چارواکي وایي د یادو پروژو لګښت د نړیوال خوراكي پروګرام او د جاپان سفارت له لورې ورکړل شوى او په ۹ مياشتو كې يې د جوړېدو چارې بشپړې شوې. د لغمان په دوو ولسوالیو کې د […]

نویسنده: TKG
4 سلواغه 1391

د لغمان په دوو ولسوالیو کې د دوه سوه څلوېښت زره امریکایې ډالرو په ارزښت استنادي دېوالونه جوړ شول. چارواکي وایي د یادو پروژو لګښت د نړیوال خوراكي پروګرام او د جاپان سفارت له لورې ورکړل شوى او په ۹ مياشتو كې يې د جوړېدو چارې بشپړې شوې.

د لغمان په دوو ولسوالیو کې د دوه سوه څلوېښت زره امریکایې ډالرو په ارزښت استنادي دېوالونه جوړ شول.

چارواکي وایي د یادو پروژو لګښت د نړیوال خوراكي پروګرام او د جاپان سفارت له لورې ورکړل شوى او په ۹ مياشتو كې يې د جوړېدو چارې بشپړې شوې.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې د ده زیارت او میا خان کڅ د استنادي دېوالونو دوه بېلا بېلو پروژو په بشپړېدو سره لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو او سېلابونو له ګواښ څخه خوندی شوه.

ځواك زياته كړه، په یادو پروژو کې یوه هغه د ده زیارت سیمې استنادي دېوال دى، چې د الیشنګ سیند پرغاړه د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي رغول شوى.

دى وايي، د دې پروژې چارې د پنځو میاشتو په موده کې پشپړې شوې او ۹۰ زره ډالره لګښت  پرې راغلى، چې د خوړو نړیوال سازمان له لورې ورکړل شوى دى.

د ځواک په وينا، د دې استنادي دېوال په جوړېدو سره د ده زیارت لوی پل، چې د مهترلام جنوب برخه د مهترلام ښار سره نښلوي هم د سېلابونو له ګواښ څخه ژغورل شوې.

ده زياته كړه، دویمه رغنیزه پروژه د میا خان کڅ ۲۵۰ متره استنادي دېوال دی، چې د جاپان سفارت له لورې د د یوسلو پنځوس زره  امریکايي ډالرو په لګښت د څلور میاشتو په موده کې  جوړ شو.

د ده د معلوماتو له مخې، دا استنادي دېوال ۲ متره پراخوالی او ۴ متره لوړوالی لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ختیځ د نورو ولایتونو په څېر لغمان په یو شمېرو ولسوالیو کې هم وخت ناوخت د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله ډېرې کرنیزې ځمکې په اوبو لاهو کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA