ads

د خوست سوداګر د امنيت ډاډ غواړي

د خوست اوسېدونكي وايي كه امنيتي حالات ښه وي، نو له دغه ولايت څخه به د بهرنیو ځواکونو وتل به پر سوداګرۍ منفي اغېز ونه لري. د ياد ولایت سوداګر او هټیوال وايي، دوى اوس هم خپلې پانګونې كوي او په دغو پانګونو كې هېڅ كوم بهرنى هېواد لاس نه لري او دا د دوى […]

نویسنده: TKG
4 سلواغه 1391
د خوست سوداګر د امنيت ډاډ غواړي

د خوست اوسېدونكي وايي كه امنيتي حالات ښه وي، نو له دغه ولايت څخه به د بهرنیو ځواکونو وتل به پر سوداګرۍ منفي اغېز ونه لري. د ياد ولایت سوداګر او هټیوال وايي، دوى اوس هم خپلې پانګونې كوي او په دغو پانګونو كې هېڅ كوم بهرنى هېواد لاس نه لري او دا د دوى خپلې

د خوست اوسېدونكي وايي كه امنيتي حالات ښه وي، نو له دغه ولايت څخه به د بهرنیو ځواکونو وتل به پر سوداګرۍ منفي اغېز ونه لري.

د ياد ولایت سوداګر او هټیوال وايي، دوى اوس هم خپلې پانګونې كوي او په دغو پانګونو كې هېڅ كوم بهرنى هېواد لاس نه لري او دا د دوى خپلې سرمايي دي، خو له دولت د امنيت د ټينګولو غوښتنه كوي.

د خوست د سوداګرو د ټولنې مشر جمال تڼی وایي: (( اوس هم ډېری سوداګر پانګونه کوي، خپله سوداګري پر مخ وړي او زموږ له دغو سرمايو سره نړیوال ځواکونه هېڅ اړيكه نه لري.))

نوموړى زياتوي: (( سوداګري او اقتصاد په امنیت پورې تړلي دي، كه  امنیتي حالت د ډاډ وړ وي، سوداګر او کاروباریان کولای شي، په ډاډه زړه د خرڅلاو توکي د نړۍ له هېوادونو را وارد او خپل کاروبار پرمخ یوسي.))

د خوست ښار اوسېدونکی سید نعیم وايي، د دوى لپاره تر ټولو امنيت مهم دى، كه چېرته بهرنيان ولاړ شي او دولت په خپله امنيت ټينګ كړي، نو د ده په وينا دوى هېڅ ستونزه نه لري:(( كه امنیت نه وي، نو نه یوازې اقتصاد یا سوداګري زیان ویني؛ بلکې د ژوند هره برخه ټکنۍ کېږي.))

سيد نعيم زياته كړه: (( زه خپله په خوست ښار کې دوکان لرم، کله چې امنیتي حالت ښه وي، زموږ سودا هم ورسره زیاته وي؛ خو که د دې خلاف امنیتي حالت د اندېښنې وړ وي د کاروبار خونده هم نه وي.))

د خوست د مندوزیو ولسوالۍ اوسېدونکی بصیر بيا وايي چې اوس هم بهرنیان په اقتصادي پرمختګ کې کوم رول نه لري:(( زموږ د ولايت ډېری اوسېدونکي په خلیج هېوادونو کې مسافري کوي او له دې لارې خپل ورځنی ژوند پرمخ بیایي. ))

نوموړى زياتوي: (( د بهرنیانو له راتګ وړاندې هم اقتصادي حالت ښه و، خو وایي چې د دوی په راتګ سره دغه حالت نوره هم وده وکړه او د بازار موندنې هڅې وشوې.

خو بل پلو د خوست د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نواب امیرزي بست ته ويلي چې په اوسني وخت کې د افغان دولت ډېری برخې نړیوال تمویلوي او د بهرنیو ځواکونو وتل به، په اقتصادي حالت هم اغېز ولري: (( دا چې اوس په هېواد کې بهرنیان قوي شتون لري، بیا مو هم له ګاونډیانو سره د نورو برخو ترڅنګ اقتصادي اړیکې خرابې دي، مواد مو په میاشتو میاشتو په بهر کې ایسار وي، نو که دوی ووتل دغه ستونزې به لاپسې ډېرې شي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA