د سولې د جايزې يوازينۍ ايرانۍ ګټونکې او د بشري حقونو مخکښې شيرين عبادي په ايران کې د قومي اقليتونو پر وضعيت اندېښنه ښکاره کړه او ويې ويل، چې د هغوى وړې ګيلې ته د حکومت ځواب مرګ يا زندان دى.
د سولې د جايزې يوازينۍ ايرانۍ ګټونکې او د بشري حقونو مخکښې شيرين عبادي په ايران کې د قومي اقليتونو پر وضعيت اندېښنه ښکاره کړه او ويې ويل، چې د هغوى وړې ګيلې ته د حکومت ځواب مرګ يا زندان دى.
مېرمن عبادي په ايران کې قومي اقليتونه له ژبنيو او مذهبي ازاديو محروم وبلل او د پنځو ايراني عربانو د اعدام په اړه يې وويل، چې دا کسان سنيان دي او د ايران حکومت له سنيانو سره نه يوازې مذهبي، بلکې اقتصادي او اداري تبعيض هم کوي.
د مېرمن عبادي په وينا، قومي او مذهبي اقليتونو ته د هرراز غوښتنې يا ګيلې ځواب د ټوپک په مرمۍ او يا زندان سره ورکول کېږي.
نوموړې وايي، له قومي اقليتونو سره نامناسب چلند د ايران موجود بحرانونه نور هم زياتولى شي.
د نوموړې په وينا، د ايران اکثره قومي اقليتونه له مذهبي پلوه سنيان دي او که په منځني ختيځ کې د شيعه او سني لانجه نوره هم زياته شي، له دې مسئلې په ايران کې هم سو استفاده کېدلاى شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

