د اساسي قانون له مخې افغان هندوان هم د نورو هېوادو والو تر څنګه د زده كړې او ژوند كولو پوره حقوق لري، خو په هېواد كې مېشت يو شمېر هندوان له دولته ګيله كوي چې له ډېرو لومړنيو حقوقو يې هم بې برخې ساتلي دي.
د اساسي قانون له مخې افغان هندوان هم د نورو هېوادو والو تر څنګه د زده كړې او ژوند كولو پوره حقوق لري، خو په هېواد كې مېشت يو شمېر هندوان له دولته ګيله كوي چې له ډېرو لومړنيو حقوقو يې هم بې برخې ساتلي دي.
۲۵ كلن سراج سنګ چې د ننګرهار اوسېدونكى دى وايي چې دولت تر اوسه ورسره نه د كوچنيانو د زده كړو په برخه كې مرسته كړې او نه يې هم ورته له زورواكو د دوى غصب شوې، ځمكې بېرته اخستي دي: ((يوازې سيف ده چلډرن موسسه زموږ ماشومانو ته تر شپږمه زده كړې او درسي مواد برابروي، موږ له انقلاب وړاندې ننګرهار كې ډېرې ځمكې لرلې، له مهاجرته چې راستانه شوو، نو هغه هم رانه خلكو ونيولې او اوس يې نه راكوي.))
د كابل ولايت د شكردرې ولسوالۍ اوسېدونكى سنجي كمار چې خپله هم په دولتي ښوونځي كې ځورېدلى، وايي د ښوونځي زده كړې ورڅخه له همدې كبله په نيمايي كې پاتې شوي: (( په دولتي ښوونځي كې وم، استادانو راسره ښه چلند كاوه خو هلكانو زموږ هندوان سخت ځورول.))
د ننګرهار ښار د سیكانو د درمسال پنډت او د هندوانو د خصوصي ښوونځي سرښوونكى اقبال سنګ د دې ترڅنګ چې د اهل هنود ماشومانو د زده كړو په لاره كې ستونزو ته اندېښمن دى وايي، دولت تر اوسه د اهل هنودو د حقونو په اړه هېڅ ګام نه دى پورته كړى: (( هندوان ايله تر شپږمه په درمسال کې درس لولي، هغه هم د موسسې په مرسته، بايد موږ ته يو ځانګړى ښوونځى جوړ شي، بله دا چې زموږ غصب شوې ځمكې تر اوسه راته دولت نه دي راګرځولي موږ په برخه كې له دولته سخت ګيله من يو.))
د كابل ښار د كارته پروان درمسال كې ناست جندرسنګ هم په ښوونځيو كې د هندوانو د كوچنيانو له ځورولو سر ټكوي، خو وايي دا ستونزه په مركز كابل كې دومره د اندېښنې وړ نه ده، بلكې د ولاياتو په دولتي ښوونځيو كې د دوى ماشومان بيخي سبق نه شي ويلى: (( موږ اوس په درمسالونو كې بچيانو ته سبقونه وايو، خو په غزني او جلال اباد كې هندوان دولتي ښوونځيو ته نشي تللاى، له دولته غواړم چې هندوانو ته بېل او جلا ښوونځي جوړ كړي.))
نوموړى دغه راز وايي، په كابل كې د هندوانو تر ټولو ستره او اساسي ستونزه د شمشان يا مړو د سوځولو د ځاى په برخه كې ليدل كېږي، خو دولت تر اوسه په دې اړه هېڅ غوږ نه دى ګرولى: ((موږ مړي چېرته وسوځوو؟ دا خو زموږ مذهبي خبره ده، موږ په دې برخه كې ستونزې لرو مګر دولت مو بيخي پاڼه نه اړوي.))
په كابل كې د پښتو ژبې شاعر او ليكوال دياسنګ انجان هم د اهل هنودو لپاره د هندو سوځان غوښتنه لري، خو دا نه مني چې بايد هندوانو ته بېل او جلا ښوونځي جوړ شي: ((موږ پخوا د بابا نانك لېسه لرله، خو اوس زموږ خلك د بېلو ښوونځيو غوښتنه يوازې د دې لپاره كوي چې ماشومان يې د مسلمانو كوچنيانو لخوا ځورول كېږي، د زده كړې له ستونزې سره ټول افغانان مخ دي، زه وايم ټول افغانان دې په يو ځاى زده كړه وكړي.))
انجان زياتوي چې د اهل هنودو لپاره د ځانګړو ښوونځيو جوړول ځكه اړين نه دي چې په دې كار سره به د افغانانو تر منځ بېلوالى راشي: ((موږ هم افغانان يو، خو دا كار به مو سره بېل كړي، هندوان دې عامه ښوونځيو ته لاړ شي او مسلمان ماشومان د چا د نه ځورولو په اړه وپوهول شي.))
كله مو چې د اهل هنود ماشومانو د زده كړو ستونزه د پوهنې وزارت مخې ته كېښوده نو د دغه وزارت وياند امان الله ايمان وويل دوى په پام كې لري چې د هندوانو لپاره بېل ښوونځي جوړ او دا ستونزه به ډېر ژر اواره كړي: (( كه دوى موږ ته رسمي وړانديز وكړي، دا خو كومه مشكله خبره نه ده، موږ به په ګډه ورسره د ښوونځيو په پرانستلو كې كار وكړو، په غزني كې مو ورته د خصوصي ښوونځي جواز هم وركړى دى.))
په ملي شورا كې د اهل هنودو پخوانۍ استازې او د بشري حقونو د كمسيون غړې اناركلي هنريار هم ورته خبره كوي او وايي: ((له زده كړو لا ډېر نور افغانان هم محروم دي، پخوا د بابا نانك لېسه كابل كې راجسټر وه او اوس په غزني كې شخصي ښوونځى لرو، ځېنې هندوان په خپله خپل ماشومان د هندوانو ښوونځيو ته هم نه استوي، موږ به هڅه وكړو چې بېل ښوونځي جوړ شي، خو هندوان هم بايد عامه ښوونځيو ته بچيان واستوي او له نورو افغانانو سره زده كړې پرې وكړي.))
د یادونې وړ ده چې د تخمیني ارقامو له مخې دمګړۍ په هېواد کې شاوخوا ۵۲۰ کورنۍ شته چې شمېر یې ۵ یا ۶ زرو ته رسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


