د هرات ولایت د کلیو او پراختیا ریاست مسؤلین وايي، په غوریان ولسوالۍ کې یې ۵۲ ټولګتې پروژې له جوړېدو ورسته تېره ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د هرات ولایت د کلیو او پراختیا ریاست مسؤلین وايي، په غوریان ولسوالۍ کې یې ۵۲ ټولګتې پروژې له جوړېدو ورسته تېره ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د دې ادارې مسؤل محمد صدیقي کلید سره خبرو کې وویل، چې پر یادو پروژو نږدې ۹۱ ملیونه افغانۍ لګښت شوی، چې د یادې ولسوالۍ نږدې ۴۰ زرو کسانو ته په مستقیم ډول ترې ګټه ورسېده.
د ده په وینا، په دغو پروژو کې ښوونځي، د اوبو او برېښنا مرکزونه، سرکونه، پلونه، پلچکونه او استنادي دېوالونه شامل دي.
د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي هم له پلې شویو پروژو خوښي څرګندوي او د یادو ترسره شویو کارونو په ساتنه کې ژمنې کوي.
د غوریان اوسېدونکي وايي، د ښوونځیو د ودانیو نه شتون او پاكو اوبو ته نه لاس رسی د دوی هغه ستونزې وې، چې ډېره اړتیا يې ورته لرله او په دې سره يې ترډېره بریده هغه ستونزې هوارې شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


