ads

پكتيا كې د سولې هڅې د دفتر تر دروازې

د پكتيا يو شمېر مخور مشران نيوكه كوي چې په دغه ولايت كې د سولې بهير پڅ روان دى او د دغه بهير غړو خپلې هڅې تر خپله دفتره پورې محدودې ساتلې، خو د سولې د بهير غړي وايي دوى په ولسواليو كې خپلې هڅې ګړندۍ كړې دي. د پكتيا يو شمېر مخور مشران نيوكه […]

نویسنده: TKG
1 سلواغه 1391

د پكتيا يو شمېر مخور مشران نيوكه كوي چې په دغه ولايت كې د سولې بهير پڅ روان دى او د دغه بهير غړو خپلې هڅې تر خپله دفتره پورې محدودې ساتلې، خو د سولې د بهير غړي وايي دوى په ولسواليو كې خپلې هڅې ګړندۍ كړې دي.

د پكتيا يو شمېر مخور مشران نيوكه كوي چې په دغه ولايت كې د سولې بهير پڅ روان دى او د دغه بهير غړو خپلې هڅې تر خپله دفتره پورې محدودې ساتلې، خو د سولې د بهير غړي وايي دوى په ولسواليو كې خپلې هڅې ګړندۍ كړې دي.

د دغه ولايت مخور د سولې پر بهير دا نيوكې له دې كبله كوي چې اوس هم په ګڼو ولسواليو كې امنيتي مشكلات شته، خو د دوى په خبره له دغه بهير څخه چې د سولې په لاره كې څومره توقع كېده، هومره بریالی ثابت شوی نه دی.

د ياد ولايت يو ديني عالم او قومي مخور خواجه الدين د سولې په اړه شوې هلې ځلې له نيمګړتياوو ډكې ګڼي او وايي، په دې هلو ځلو كې محکوميت او د پردو تر شا د يو سوله ييز حرکت څرك نه ښكاري: ((سوله په دې ډول نه کېږي او نه هغه څوک سوله راوستلای شي چې دى په خپله له دفتره نه شي وتلای. ))

د خواجه الدين په وينا، پکتيا د جرګو او مرکو کور دی، دلته بايد د سولې هڅې تر نورو سيمو بريالۍ وای، خو اوس ځكه ټكنى دي چې په دې اړه خبرې كليو او بانډو ته نه دي غځيدلې.

د سيمې يو تن څارونکی ډاکتر عبدالهادي حماس هم ورته خبره کوي او وايي، د سولې د بهير د کاروان سرلاري لا د دې جنګياليو سره د خبرو کولو جوګه نه دي.

نوموړی زياتوي چې د سولې او پخلاينې بهير هسې ونه خوت، لکه څرنګه يې چې تقاضا موجوده وه.

په پکتيا کې د سولې د ولايتي کمېټې منشي جنت خان منګل بيا وايي، دوی د وس تر بريده هڅې کړې، څو له وسله والو سره خبرې وکړي او د جنګ لمن ورټوله کړي.

نوموړی زياتوي چې په ولسواليو کې يې د سولې په نوم د جوړو شويو غونډو تر څنګ هڅه کړې چې له وسله والو مخالفانو سره مخامخ ناستې هم ولري.

په پکتيا کې د شنونکو له خوا د سولې اړوند چارې په داسې حال کې سستې او د اړوند ادارې د کارکوونکو له خوا د وس تر بريده بلل کېږي چې تر دې وخته يوازې د ګوتو په شمېر وسله وال د سولې له بهير سره يو ځای شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA