ads

د تاجکستان پوليسو يو افغان له لسګونو کيلو ګرامه هيروئينو سره نيولى

د تاجکستان امنيتي ځواکونو د افغانستان پولې ته څېرمه يو افغان له لسګونو کيلو ګرامه نشه يي توکيو سره نيولى دى. د اويسټا په نامه د تاجکستان يوې رسنۍ پرون  خبر ورکړى ، چې دغه افغان عبدالخير نومېږي او د علي محمد زوى دى. د تاجکستان امنيتي ځواکونو د افغانستان پولې ته څېرمه يو افغان […]

نویسنده: TKG
29 مرغومی 1391

د تاجکستان امنيتي ځواکونو د افغانستان پولې ته څېرمه يو افغان له لسګونو کيلو ګرامه نشه يي توکيو سره نيولى دى. د اويسټا په نامه د تاجکستان يوې رسنۍ پرون  خبر ورکړى ، چې دغه افغان عبدالخير نومېږي او د علي محمد زوى دى.

د تاجکستان امنيتي ځواکونو د افغانستان پولې ته څېرمه يو افغان له لسګونو کيلو ګرامه نشه يي توکيو سره نيولى دى.

د اويسټا په نامه د تاجکستان يوې رسنۍ پرون  خبر ورکړى ، چې دغه افغان عبدالخير نومېږي او د علي محمد زوى دى .

سرچينې زياته کړې، چې دغه تن د تاجکستان د نشه يي توکو  پر ضد د مبارزې د ځانګړو ځواکونو لخوا د خلتان سيمې د شوروباد له سرحدي ساحو څخه نيول شوى دى.

يادې رسنۍ د ځايي چارواکو په حواله ليکلي، چې ياد افغان له نږدې ٦٦ کيلو ګرامه هيروئينو سره نيول شوى او اوس ترې پوښتنې روانې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA