بلغاريا پرون اعلان وکړ، چې د راتلونكې مارچ مياشتې له لومړۍ نېټې څخه به له افغانستانه د خپلو سرتېرو په ايستلو پيل وکړي. د بلغاريا د خبري اژانس د راپور له مخې، د بلغاريا کابينه به نن په خپله غونډه کې د ايساف په چوکاټ کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د خپل رول د پاى ته رسولو
بلغاريا پرون اعلان وکړ، چې د راتلونكې مارچ مياشتې له لومړۍ نېټې څخه به له افغانستانه د خپلو سرتېرو په ايستلو پيل وکړي.
د بلغاريا د خبري اژانس د راپور له مخې، د بلغاريا کابينه به نن په خپله غونډه کې د ايساف په چوکاټ کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د خپل رول د پاى ته رسولو په اړه پرېکړه تصويب کړي.
د بلغاريا طبي ډله د تېر کال د ډسمبر په يو دېرشمه نېټه له هرات ولايت څخه ووتله، خو د کابل په هوايي ډګر کې دېره بلغاريايي سرتېري به د مارچ له لومړۍ نېټې او بلغاريايي روزونکي به د مارچ په يو دېرشمه خپل هېواد ته تګ پيل كړي.
د بلغاريا د خبري اژانس رپوټ ليكي، چې له دې سره سره به بلغاريا د ۲۰۱۴ کال تر پايه پورې په افغانستان کې يوه قرارګاه ولري او همدارنګه ډېر لږ شمېر بلغاريايي سرتېري به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

