تیرې دوې اوونۍ یو ځل بیا د هېواد ښځو ته له درد او تاوتریخوالي څخه ډکې اوونۍ وې چې په ترڅ کې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زړه بوږنوونکې پېښې رامنځ ته شوې.
تیرې دوې اوونۍ یو ځل بیا د هېواد ښځو ته له درد او تاوتریخوالي څخه ډکې اوونۍ وې چې په ترڅ کې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زړه بوږنوونکې پېښې رامنځ ته شوې.
شل کلنه منیژه هغه مېرمن ده چې د غزني د مقر ولسوالۍ اوسېدونکې او د خپل خاوند له خوا په بې رحمۍ سره وهل شوې ده. دا مېرمن څو اوونۍ په تهکاوۍ کې په داسې حال کې ساتل شوې چې لاسونه او پښې یې تړل شوي وو. د هغې ټوک، ټوک بدن د هغې د غمجن ژوند کیسه کوي.
منیژې په خپلو خبرو کې وویل: “مور به یې زوی ته ویلې چې تهکاوۍ ته یې وېسه او داسې یې ووهه، لکه هغه نجلۍ چې په تلویزیون کې یې ښودله، سترګې یې پرې وپړسوه چې چا ته ونه شي کتلی، زه به ډېره وېرېدم، په تهکاوۍ کې به یې اچولم، خوله او لاسونه او پښې به یې راباندې تړل”.
په بله پېښه کې د سمنګان ولایت مرکزي زندان کې یوه زنداني خپله مېرمن د لیدو کتو په ځانګړې خونه کې وژلې ده. پولیس وايي، دغه زنداني لومړی خپله مېرمن زندۍ کړې او بیا يې جسد ځړولی دی.
د سمنګان امنیه قومندان محمد اکرم بېګزاد وايي، قاتل په خپلو لومړنیو اعترافونو کې ویلي چې ښځې یې بل چا سره نا مشروع اړیکې درلودې، نو ځکه یې وژلې ده.
له دې وړاندې دغه زنداني د خپلې مېرمنې مور، ورور او خور هم په ډزو وژلي وو چې له كبله يې په ۲۰ کاله بند محکوم شوی وو.
بلخوا بیا په دایکندي ولایت کې یوې ۳۰ کلنې ښځې زهر خوړلي و او مېړه یې روغتون ته رسولې وه. لا یې هم روغتیا په بشپړه توګه نه وه ښه شوې چې مېړه یې بېرته کورته بوتله، خو کله چې یې بیا روغتون ته راوستله، نو هغه د مرګ درشل ته رسېدلې وه.
د بشري حقونو د ځايي دفتر رئیس وايي، يوازې دا ښځه نه ده چې له زور زیاتي نه د خلاصون لپاره ځان وژني، بلکې په دایکندي کې د سږ کال له پیل راهیسې داسې نژدې دېرشو ښځو د ځان وژلو هڅه کړې ده. همدارنګه دې ته ورته څو نورې زړه بوږنوونکې پېښې هم د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې رامنځ ته شوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د شتون ښکارندویي کوي.
له همدې کبله په هېواد کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو پر وړاندې د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي له کبله خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
که څه هم یوولس کاله کېږي چې په هېواد کې د ډيموکراسۍ او د ښځو د حقونو د تامین نارې سورې وهل کېږي، خو لا هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، زور زیاتی او تېری موجود دی. د هېواد په ډېری سیمو کې هماغه د جنګسالارۍ او قوماندان سالارۍ قانون حاکم دی.
د دې پېښو د تکرار یو عمده علت دا دی چې قانون نه پلی کېږي او د دا ډول اعمالو ترسره کوونکي نه نیول کېږي، خو که نیول کېږي هم، له دې کبله چې زورواکي دي او ډېرې پيسې لري، ډېر ژر بېرته خوشې کېږي. د قانون نه پلي کېدل زموږ د ټولنې اساسي ستونزه ده، په ډېری نورو مواردو کې هم دا کار په ټولنه کې د نا امنۍ او انارشۍ سبب ګرځیدلی دی.
بلخوا له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي قانون د تطبیق لپاره د لاسلیکونو راټولولو یو ټولنیز کمپاین په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېد.
دغه کمپاین چې د افغان مېرمنو او ماشومانو د پرمختیا او ملاتړ په نوم یوه بنسټ پیل کړی و، په ترڅ کې یې له درې زرو کسانو لاسلیکونه اخېستل شوي چې له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي قانون ملاتړ به کوي.
د دغه بنسټ مسوولین وايي، له جمهوررئيس څخه نیولې تر عامو وګړو یې لاسلیکونه اخېستي او دغه کار له ښځو سره د زور زیاتي په اړه پوهاوی او د مخنیوي په برخه کې یې یو نوښت دی. دوی وايي چې د راټولو شویو لاسلیکونو کاپیانې به ملګرو ملتونو او د افغان حکومت بېلابېلو ادارو ته وسپاري.
دغه کمپاین د ۲۰۱۲ کال د نوامبر میاشتې په ۲۵مه له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په تړاو په کابل کې پیل شوی و او په ۲۰ ورځو کې بشپړ شو.
په افغانستان کې د تېرې لسیزې په اوږدو کې له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي او د دوی د حقونو د خوندیتوب لپاره افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هڅې کړي، خو مدني بنسټونه دا کار کافي نه بولي او لا هم په هېواد کې له ښځو سره زور زیاتی د پرمختګ پر وړاندې یوه ستره ننګونه ګڼي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

