د فرانسې جمهور رئيس “فرانسوا هولانډ” وايي، ۷۵۰ تنه فرانسوي سرتېري دا مهال په “مالي” کې د اسلام پالو وسله والو پر ضد په عملياتو کې ښکېل دي.
د فرانسې جمهور رئيس “فرانسوا هولانډ” وايي، ۷۵۰ تنه فرانسوي سرتېري دا مهال په “مالي” کې د اسلام پالو وسله والو پر ضد په عملياتو کې ښکېل دي.
نوموړي دا خبره تېره ورځ په ابوظبي کې د فرانسوي سرتېرو د يوې اډې د کتلو پر مهال وکړه.
هولانډ وويل، چې د فرانسوي سرتېرو شمېر به په موقت ډول زيات شي، خو هرڅومره ژر چې ممکن وي، چارې به افريقايي ځواکونو ته وسپاري.
د فرانسي جمهوررئيس زياته کړه، په مالي کې د افريقايي ځواکونو ځاى پر ځاى کېدل به لږ ترلږه يوه اوونۍ وخت ونيسي.
فرانسوي ځواکونه د تېرې جمعې له ورځې راهيسې د “مالي” د حکومت په ملاتړ؛ د وسله والو پر هدفونو، چې د ۲۰۱۲ کال د اپرېل له مياشتې راهيسې د هېواد په شمال واکمن شوي؛ بريدونه کوي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا فرانسې ته په مالي کې د پوځي مداخلې اجازه ورکړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


