د قطر لومړى وزير وايي، د افغانستان د سولې بهير به د ۲۰۱۴ ميلادي کال په پاى کې، چې د ناټو پوځيان جنګي عمليات پاى ته رسوي، پيل شي. د افغانستان او امريکا جمهوررئيسانو د تېرې جمعې په ورځ په واشنګټن کې وويل، چې دوى په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانيستلو ملاتړ کوي.
د قطر لومړى وزير وايي، د افغانستان د سولې بهير به د ۲۰۱۴ ميلادي کال په پاى کې، چې د ناټو پوځيان جنګي عمليات پاى ته رسوي، پيل شي.
د افغانستان او امريکا جمهوررئيسانو د تېرې جمعې په ورځ په واشنګټن کې وويل، چې دوى په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانيستلو ملاتړ کوي.
د قطر حکومت وايي، چې د خبرو اترو د لارې د اوارولو لپاره طالبانو ته د دفتر د ژر تر ژره پرانيستلو تياري روانه ده.
د قطر لومړي وزير تېره ورځ شيخ حمد بن جاسم الثاني په دوحه کې له خپل لبناني سيال سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل، دا مهمه ده چې لږ ترلږه د يوې سياسي پروسې هسته شته، چې پر اساس يې ثبات رامنځته شي.
د هغه په وينا، د دوى هدف دا دى، چې له خپلو افغان وروڼو سره مرسته وکړي او يوه داسې حل لاره ومومي، چې ټولو يا اکثرو افغان خواوو ته د منلو وړ وي.
په همدې حال کې يوه لوړ پوړي اروپايي ډيپلومات رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې څو تنه طالب استازي په دوحه کې دي، خو تر اوسه پورې رسمي دفتر نه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


