د انډونيزيا پوليسو په هوايي ډګر کې هغه ١٥ افغانان نيولي، چې په غير قانوني توګه دغه هېواد ته تللي وو. د (جکارتا پوسټ) په نوم انډونيزيايۍ رسنۍ تېره ورځ خبر ورکړى، چې دغه افغانان د دغه هېواد د ټنګيرنګ ايالت د سويکارنو هاټا په هوايي ډګر کې نيول شوي دي.
د انډونيزيا پوليسو په هوايي ډګر کې هغه ١٥ افغانان نيولي، چې په غير قانوني توګه دغه هېواد ته تللي وو.
د (جکارتا پوسټ) په نوم انډونيزيايۍ رسنۍ تېره ورځ خبر ورکړى، چې دغه افغانان د دغه هېواد د ټنګيرنګ ايالت د سويکارنو هاټا په هوايي ډګر کې نيول شوي دي.
په ياد هوايي ډګر کې د پوليسو قوماندان چوزايني يادې رسنۍ ته ويلي، چې يادو کسانو له ځان سره د پاسپورټ په ګډون هېڅ قانوني اسناد نه لرل.
سرچينې ويلي، دغو کسانو غوښتل چې د جکارتا له لارې اسټراليا ته ځانونه ورسوي.
په دې وروستيو کې له هېواد څخه اسټراليا او اروپا ته په غير قانوني توګه د افغان ځوانانو د تګ لړۍ تنده شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

