امريکا د منځنۍ اسيا د هېوادونو دا اندېښنه رد کړه، چې له افغانستانه د امريکايي سرتېرو له وتلو وروسته يې د خپلو هېوادونو د امنيت په برخه کې لري. د منځنۍ اسيا ډېرى هېوادونه وېره لري، چې که امريکايي سرتېري له افغانستانه ووځي، نو افغانستان به يو وار بيا په ګډوډۍ سر شي او ترهګر به د دغه هېواد له ګډوډۍ څخه په استفادې منځنۍ اسيا بې ثباته کړي.
امريکا د منځنۍ اسيا د هېوادونو دا اندېښنه رد کړه، چې له افغانستانه د امريکايي سرتېرو له وتلو وروسته يې د خپلو هېوادونو د امنيت په برخه کې لري.
د منځنۍ اسيا ډېرى هېوادونه وېره لري، چې که امريکايي سرتېري له افغانستانه ووځي، نو افغانستان به يو وار بيا په ګډوډۍ سر شي او ترهګر به د دغه هېواد له ګډوډۍ څخه په استفادې منځنۍ اسيا بې ثباته کړي.
د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو مرستيال وزير رابرټ بلېک د سې شنبې په ورځ د ترکمنستان د سفر په ترڅ کې وويل، چې د امريکا متحد ايالتونه به د ځواکونو د ايستلو په برخه کې مسوولانه چلند وکړي، څو هغه امنيتي برياوې ضايع نه شي، چې په وروستيو کلونو کې ترلاسه شوې دي.
د هغه په وينا، امريکايي سرتېري به له ۲۰۱۴ كال وروسته د افغان امنيتي ځواکونو پر روزنې تمرکز وكړي او تروريستي ضد ماموريت ته به دوام ورکړي.
بلېک د سيمې له هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان د اقتصاد له جوړولو سره مرسته وکړي او ترکمنستان يې په دې وستايه، چې افغانستان ته يې برېښنا ورکړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


