په افغانستان کې تر ٢٠١٤ کال وروسته د لسو زرو امريکايي سرتېرو د پاتې کېدو غوښتنه وشوه. دغه غوښتنه د امريکا په سنا کې د اپوزيسيون جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر مېچ ميك كانيل افغانستان ته د سفر پر مهال كړې ده.
په افغانستان کې تر ٢٠١٤ کال وروسته د لسو زرو امريکايي سرتېرو د پاتې کېدو غوښتنه وشوه.
دغه غوښتنه د امريکا په سنا کې د اپوزيسيون جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر مېچ ميك كانيل افغانستان ته د سفر پر مهال كړې ده.
په كابل كې ايساف ځواکونو په خپره شوې خبرپاڼه كې ويلي، چې مېچ ميك كانيل له يو شمېر نورو سناتورانو سره څو ورځې مخکې افغانستان ته راغلى و او پرون يې سفر پاى ته رسېدلى.
سرچينې زياته کړې، چې نوموړي په افغانستان کې د ناټو لوى قوماندان جنرال جان الن او د ناټو او امريکا له يو شمېر نورو قوماندانانو او سرتېرو هم ليدلي دي.
نوموړي د خپل سفر په پاى کې واشنګټن مېشتو خبريالانو سره د ويډيويي کانفرانس له لارې ويلي، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته بايد لس زره امريکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي او په وينا يې، دغه شمېر سرتېري د افغان ملي ځواکونو د روزنې او په افغانستان كې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره کافي دي.
رويټرز خبري اژانس وايي، چې د اوباما اداره د يو شمېر قومندانانو په وړانديز په افغانستان کې له درې زرو څخه تر نهو زرو پورې د سرتېرو په پرېښودلو غور کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

