۵۶ هېوادونو د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه نړيوالې جنايي محكمې ته د سوريې د شخړې د راجع كولو غوښتنه كړې. سويس د ملګرو ملتونو د يادو غړو هېوادونو په استازيتوب دا غوښتنه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د يوه ليك په ترڅ كې استولې ده.
۵۶ هېوادونو د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه نړيوالې جنايي محكمې ته د سوريې د شخړې د راجع كولو غوښتنه كړې.
سويس د ملګرو ملتونو د يادو غړو هېوادونو په استازيتوب دا غوښتنه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د يوه ليك په ترڅ كې استولې ده.
دا چې سوريه د نړيوالې جنايي محکمې غړيتوب نه لري، نود ملګرو ملتونو د امنيت شورا لخوا يادې محكمې ته د سوريې د شخړې راجع کول کولى شي، چې په دې هېواد کې د جنګي جنايتونو په اړه څېړنې پيل شي.
دا ليک د جرمني، بريتانيا او فرانسې په ګډون يو شمېر اروپايي هېوادونو هم لاسليک کړى، خو روسيې او چين د دې غوښتنليک لاسليکول رد کړي دي.
د رپوټونو له مخې، د سوريې د دوه ويشت مياشتني بحران په اوږدو کې تر شپېتو زرو زيات سوريايان وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

