ads

ملګرو ملتونو په مالي کې د فرانسې د پوځي مداخلې ملاتړ وكړ

د ملګرو ملتونو امنيت شورا بېړنۍ غونډې په مالي کې د اسلامي بنسټ پالو پرضد د فرانسې د پوځي لاس وهنې پراخ او ټينګ ملاتړ وکړ. تر غونډې وروسته په ملګرو ملتونو کې د فرانسې سفير وويل، هيله من دى، چې په مالي کې به د ژمنه شويو افريقايي ځواکونو ځاى پر ځاى کېدل ګړندي […]

نویسنده: TKG
26 مرغومی 1391
ملګرو ملتونو په مالي کې د فرانسې د پوځي مداخلې ملاتړ وكړ

د ملګرو ملتونو امنيت شورا بېړنۍ غونډې په مالي کې د اسلامي بنسټ پالو پرضد د فرانسې د پوځي لاس وهنې پراخ او ټينګ ملاتړ وکړ. تر غونډې وروسته په ملګرو ملتونو کې د فرانسې سفير وويل، هيله من دى، چې په مالي کې به د ژمنه شويو افريقايي ځواکونو ځاى پر ځاى کېدل ګړندي شي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا بېړنۍ غونډې په مالي کې د اسلامي بنسټ پالو پرضد د فرانسې د پوځي لاس وهنې پراخ او ټينګ ملاتړ وکړ.

تر غونډې وروسته په ملګرو ملتونو کې د فرانسې سفير وويل، هيله من دى، چې په مالي کې به د ژمنه شويو افريقايي ځواکونو ځاى پر ځاى کېدل ګړندي شي.

له دې وړاندې د فرانسې د بهرنيو چارو وزيرلاورينت فابيوس ويلي و، چې فرانسه د ټول مالي د کنټرول هوډ نه لري.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ويانده ويکټوريا نولانډ وايي، هېواد يې په مالي کې د پوځي لاس وهنې هوډ نه لري، خو د فرانسې د ګام هرکلى کوي.

بلخوا د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کاميرون ويلي، چې دوى د لومړنيو کسانو له ډلې څخه وو، چې د فرانسې له پرېکړې يې ملاتړ اعلان کړ.

د هغه په وينا، بريتانوي ځواکونه به په جګړه کې ښکېل نه وي.

د رپوټونو له مخې، د بريتانيا ځينې ځمکني ځواکونه د مالي پايتخت ته رسېدلي، چې د ټرانسپورټي الوتکو په رسېدو کې مرسته وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA