ads

شمالي وزيرستان كې ۱۴ پاكستاني سرتېري ووژل شول

په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې تېره ورځ د پاکستاني پوځ پر يوه موټر د سړك غاړې ماين چاودنه شوې، چې له كبله يې ۱۴ پاكستاني سرتېري  وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي. په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې تېره ورځ د پاکستاني پوځ پر يوه موټر د سړك غاړې ماين چاودنه شوې، چې […]

نویسنده: TKG
25 مرغومی 1391

په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې تېره ورځ د پاکستاني پوځ پر يوه موټر د سړك غاړې ماين چاودنه شوې، چې له كبله يې ۱۴ پاكستاني سرتېري  وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې تېره ورځ د پاکستاني پوځ پر يوه موټر د سړك غاړې ماين چاودنه شوې، چې له كبله يې ۱۴ پاكستاني سرتېري  وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

په اسلام اباد کې استخباراتي سرچينې وايي، چاودنه د شمالي وزيرستان د رزمک د دوسلې تحصيل په دم ډيل سيمه کې پر پوځي کاروان رامنځ ته شوې ده.

د سرچينې په وينا، دغه چاودنه د لويې لارې پر سر د خښ کړل شوي ريموټ کنټرول ماين په وسيله شوې ده.

تراوسه د دغې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

پر پاكستاني سرتېرودا بريد د پاكستاني طالبانو ترهغې اعلاميې يوازې يوه ورځ وروسته کېږي، چې دغې ډلې په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني ځواکونو د بريدونو نه کولو خبر ورکړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA