فرانسه وايي، په مالي کې خپلو عملياتو ته دوام وركوي، ترڅو له دې هېواد څخه د سخت دريځو ياغيانو د شړلو لپاره د يوه افريقايي هېواد تر مشرۍ لاندې مداخلې ته زمينه برابره شي.
فرانسه وايي، په مالي کې خپلو عملياتو ته دوام وركوي، ترڅو له دې هېواد څخه د سخت دريځو ياغيانو د شړلو لپاره د يوه افريقايي هېواد تر مشرۍ لاندې مداخلې ته زمينه برابره شي.
د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا هولانډ وايي، چې په هېواد كې يې د تروريزم ضد امنيتي اقدامات زيات کړي دي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ وروسته تر هغه وکړې، چې دغه هېواد د مالي پايتخت باماکو ته د سخت دريځو د پرمختګ د مخنيوي لپاره په مالي كې ځيني هوايي بريدونه پيل کړل.
رپوټونه وايي، چې د شنبې د ورځې په عملياتو کې تر سلو زيات کسان وژل شوي دي.
د فرانسې د دفاع وزير ويلي، چې په دغو عملياتو کې څو سوه فرانسوي سرتېري برخه لري.
د مالي حکومت په داسې حال کې په شمال کې له سخت دريځو سره په جګړه بوخت دى، چې په دې هېواد کې اضطراري حالت اعلان شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

