ads

د کریم خلیلي د جنګ اعلان

داسې ښکاري چې د جمهور رئیس کرزي دوهم مرستیال کریم خلیلي سخت غوسه دی، خو مشرانو جرګه هم په سنګر کې ده او هوډمنه ښکاري چې له دې وروسته به د هرې سطحې غاصب پر وړاندې جدي اقدام کوي، ولو کې هغه جمهور رئیس کرزی او د هغه مرستیالان هم وي.     داسې ښکاري […]

نویسنده: TKG
24 مرغومی 1391
د کریم خلیلي د جنګ اعلان

داسې ښکاري چې د جمهور رئیس کرزي دوهم مرستیال کریم خلیلي سخت غوسه دی، خو مشرانو جرګه هم په سنګر کې ده او هوډمنه ښکاري چې له دې وروسته به د هرې سطحې غاصب پر وړاندې جدي اقدام کوي، ولو کې هغه جمهور رئیس کرزی او د هغه مرستیالان هم وي.

 

 

داسې ښکاري چې د جمهور رئیس کرزي دوهم مرستیال کریم خلیلي سخت غوسه دی، خو مشرانو جرګه هم په سنګر کې ده او هوډمنه ښکاري چې له دې وروسته به د هرې سطحې غاصب پر وړاندې جدي اقدام کوي، ولو کې هغه جمهور رئیس کرزی او د هغه مرستیالان هم وي.

په نوي انکشاف کې د مشرانو جرګې ځینو غړو ادعا کړې چې د جمهور رئیس کرزي د دویم مرستیال کریم خلیلي ورور حاجي نبي په کابل کې د دفاع او کرنې وزارتونو زرګونه جریبه ځمکه د خلیلي د ملاتړ پر مټ غصب کړې ده. دا لومړی ځل دی چې خلیلي د ځمکو د غصب په قضیه کې راکش کېږي.

تر دې مخته چې تېره اوونۍ یې موږ د خپلې اوونیزې د پوښ موضوع ورته ځانګړې کړې وه، د ولسي جرګې د څېړنې او مطالعې كمسيون ویلي  وو چې د دوی د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې  څه باندې يومليون او ۲۵۰ زره جريبه دولتي ځمکه له مختلفو لارو غصب شوې ده.

د دې کمسيون غړي صالح محمد سلجوقي دا هم ویلي وو چې پر دغو دولتي ځمکو په غيرقانوني توګه کورونه، دوکانونه، مارکيټونه، ښارګوټي او داسې نور جوړ شوي دي: (( لويو غاصبانو ۱۳۸۹۹۹ جريبه دولتي ځمکه غصب کړې، په دويمه درجه کې هغه غاصبان راځي چې ۱۰۹ زره جريبه يې غصب کړې ده.))

د سلجوقي په خبره د يو جريب دولتي ځمکې غاصب هم په ګوته شوی او لیستونه يې ترتيب دي، خو په دې اړه د دوی څېړنې لاهم روانې دي.

که څه هم داسې اټکلونه وه چې د غصب شویو ځمکو د لیستونو د برابرېدو باوجود به څوک د لویو غاصبانو نومونه افشا نشي کړای، خو مشرانو جرګې په یوه بې ساري اقدام کې دا کار وکړ او د جمهوري ریاست دوهم مرستیال خلیلي ته یې د انتقاد ګوته ونیوه.

په لومړني اقدام کې د مشرانو جرګې غړي هدايت الله رهايي د جرګې په عمومي غونډه كې پر جمهوري رياست او د جمهور رئيس په دوه مرستيالانو تور ولګاوه چې د دولتي ځمكو په غصب كې لاس لري.

سره له دې چې ښاغلي رهايي په ښکاره د چا نوم وانخست، خو په ټینګار سره یې ویلي وو چې د جمهور رئيس له دوو مرستيالانو يوه يې په بغلان ولايت كې شاوخوا ۳۰ زره جريبه دولتي ځمكه غصب كړې ده.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال مارشال فهیم تر اوسه پورې ځان غلی نیولی، خو د جمهور رئيس کرزي دوهم مرستيال محمد كريم خليلي ويلي چې د بيان ازادي د افغانستان د هر اوسېدونكي حق دى، مګر نه دا چې له دې ازادۍ په استفادې د نورو سپكاوى وشي.

خلیلي د مشرانو جرګې د وکیل رهايي څرګندونو سخت په غوسه کړی او جمهور رئیس کرزي ته یې یو لیک استولی او په هغه کې یې نه یوازې د دغه سناتور ادعا رد کړې ده، بلکې د عدلي او قضايي ادارو له لوري یې د دغې قضیې د جدي څېړلو غوښتنه کړې.

په ليك كې ويل شوي چې چارواكي او شخصيتونه بايد له اسنادو پرته د ځمكې په غصب تورن نه شي.

په ليك كې زياته شوې، كه چېرې دغه ادعا ثبوت شي د قانون حكم ته حاضر دى، خو كه دغه تورونه بې اساسه وي، نو د خپل حيثيت د اعادې غوښتنه به وكړي.

خو مشرانو جرګه د خپل سناتور له ادعاوو په کلکه دفاع کوي، د دغې جرګې د شکایتونو د اورېدلو د کمسیون مشر زلمي زابلي د مرغومي په  ۱۹ په یوه خبري غونډه کې د جمهور رئیس د دوهم مرستیال د لیک په غبرګون کې وویل چې د ملي شورا غړي وظیفوي خوندیتوب لري او هېڅ اداره د دغې قضیې د څېړلو حق نه لري.

زلمي زابلي هم په ډاګه کړه چې د بغلان ولايت د دشت الوان په مربوطاتو كې ۲۱۰۰۰  جریبه ځمكه څه موده مخكې غصب شوې وه چې په هغه كې ډېر يې د جمهور رئيس د مرستيال ورور حاجي نبي لاس درلود چې وروسته د سترې محكمې د حكم پر اساس دغه ځمكې بېرته دولت ته وسپارل شوې.

له بل لوري ښاغلي زابلى د ملي دفاع وزارت د يوه مكتوب پر بنسټ وايي چې د جمهور رئيس کرزي د دوهم مرستيال ورور حاجي نبي د كابل ښار د كرخ غره په لمنو كې ۱۰۵۳ جريبه ځمكه غصب كړې ده.

زابلی استدلال کوي چې د مشرانو جرګې سناتور د اسنادو پر اساس خبره کړې ده او له ځانه یې څه نه دي ویلي: (( کله چې محكمې فيصله كوي چې د جمهور رئيس دوهم مرستيال ۱۰۵۳ جریبه ځمكه غصب كړې ده او يو سناتور د دغو اسنادو پر اساس خپل غږ د خلكو تر غوږونو رسوي، نو ولې كريم خليلي د خپل ورور مخنيوى نه كوي او پر ځاى یې له خپل موقف څخه ناوړه استفاده كوي، دا ښيي تر هغې چې د خليلي ملاتړ نه وي، حاجي نبي نشي كولاى چې  په يوازې ځان ۱۰۵۳ جريبه ځمكه غصب كړي.

د مشرانو جرګې د شكايتونو كمسيون مشر ګواښ كوي كه د جمهور رئيس مرستيالان د قوا تفكيك رعايت نه كړي ، نو دوی به د هېواد په کچه پراخې مظاهرې وکړي.

خو د جمهور رئيس کرزي د دوهم مرستيال کریم خلیلي ورور حاجي نبي له دوبۍ څخه له كليد سره په ټلېفوني اړيكه كې د ۱۰۵۳ جريبه ځمكې غصب رد كړ.

نوموړى وايي، په كابل ښار كې د ملي دفاع وزارت اړوند ۶۰ جريبه ځمكه په تېروتنې د اميد سبز په ښارګوټي كې شامله شوې وه چې حاضر دى د هغې پيسې وركړي.

نوموړى وايي: (( د اميد سبز په ښارګوټي كې ۶۰ جريبه ځمكه د دفاع وزارت د تېروتنې په بنسټ وه، هغه وخت چې موږ دا ځمكې له خلكو پيرلې، دفاع وزارت ته مو مراجعه وكړه، ليك مو وركړ كله مو چې له هغوی وپوښتل چې دغه ځمكه ستاسې ملكيت دى، دوى وويل دا ځمكې د دې وزارت ملكيت نه دى وروسته دفاع وزارت ادعا وكړه چې د دغه وزارت ۶۰ جريبه ځمكه د اميد سبز په ښارګوټي كې راغلې ده، وروسته موږ توافق وكړ كه چېرې دفاع وزارت ځمكه واخلي حاضر يو چې د دغه وزارت پلاوى د ځمكې بيه وټاکي، مګر تر دې مهاله مو پيسې نه دي وركړې.))

له بل لوري د مشرانو جرګې د شكايتونو د اورېدو كمسيون مشر وايي، د جمهور رئيس كرزي د ورور محمود كرزي په اړه هم ورته شكايتونه رسېدلي چې نوموړي په كندهار ولايت كې د ځمكو په غصب لاس پورې كړى او پر هغه یې د عينو مېنې په نوم ښارګوټى جوړ كړى: (( موږ هم وايو دغه ځمكې يې غصب كړې دي، تر هغه وخته چې دقیق اسناد د محكمې په اختيار كې ور نه كړي، ځمكې غصب شوې ګنل کېږي.))

دا چې د مشرانو جرګې د غړي له لوري د جمهور رئيس پر دوهم مرستيال تور لګول او د پارلمان د غړو د مصوونيت موضوع د قانون له مخې څه ډول ده، د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مشر عبدالستار سعادت پرې غږېدلى دی.

نوموړى وايي، د اساسي قانون د ۱۰۱ مادې پر بنسټ د ملي شورا هېڅ غړى د وظيفې پر مهال د خپلې رايې يا نظر له كبله تر عدلي تعقيب لاندې نه راځي.

د سعادت په خبره چارواکي اوس په یوه بل ډول غواړي چې د دوی د فساد په اړه راپورته کېدونکي غږونه خپه کړای شي: ((د مشرانو جرګې د وکیلانو د څرګندونو په اړه پلتنه له دې بله معنی نشي لرلی.))

مشرانو جرګه دا ګام په داسې وخت کې پورته کوي چې څه وخت وړاندې ښاغلي خلیلي په خپله ویلي وو چې د ځمکې غاصبان دې افشا شي.

د مشرانو جرګې د غړو له لوري مخکې تر دې چې د جمهور رئیس کرزي دوهم مرستیال ته د یوه غاصب په توګه ګوته ونیول شي، دغې جرګې د مرغوي په ۱۰ د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر هم د ځمکو په غصب تورن او په دې اړه یې د پلټنو پرېکړه کړې وه. د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدلو کمسیون ویلي وو چې په ظاهر قدیر د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې په خیرآباد سیمه کې د ځمکې د غصب ادعا شوې ده.

تر دې مخته د دولتي او نورو مستقلو ادارو له لوري د هرات ښاروالی محمد سليم تره كي  د اسلام قلعه په شمال کې له ۳ زرو جریبو د ډېرې ځمکې په غصبولو تورن شوی و.

د روان کال د غبرګولي په میاشت کې د اداري فساد پرضد د مبارزې ادارې مشر عزیزالله لودین د اوبو او انرژښ وزیر اسماعیل خان د مجید زابلي د ملکیتونو په لاندې کولو تورن کړی و.

لودین ویلي وو چې د جمهوري ریاست په فرمان یې په ١٣٨٣ کال د دې موضوع د څېړلو لپاره د اتو وزارتونو ګډ پلاوى هرات واستاوه او پلټنو وښوده چې د مجید زابلي ټول ټال د سل ملیونه ډالرو په ارزښت ځمکې غصب شوې دي: (( د عبدالمجيد خان زابلي د ملكيت دوسيه هغه پلاوي چمتو كړې وه چې د اتو وزارتونو له خوا ګمارل شوى وو او ويل يې چې دغه ملكيتونه اوس د اسماعيل خان په تصرف كې دي، زه اوس څه چاره لرم بې له دې چې ياده دوسيه څارنوالۍ ته وليږم.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA