ads

د سيمه ييزو ارګانونو اداره هم اړيكې پالي

د ولسي جرګې يو شمېر غړي او د سياسي چارو كارپوهان د سيمه ييزوارګانونو پر اداره نيوكه كوي چې واليان د اړيكو له مخې ټاكي، خو ياده اداره دا تبليغات ګڼي. د ولسي جرګې يو شمېر غړي او د سياسي چارو كارپوهان د سيمه ييزوارګانونو پر اداره نيوكه كوي چې واليان د اړيكو له مخې […]

نویسنده: TKG
24 مرغومی 1391
د سيمه ييزو ارګانونو اداره هم اړيكې پالي

د ولسي جرګې يو شمېر غړي او د سياسي چارو كارپوهان د سيمه ييزوارګانونو پر اداره نيوكه كوي چې واليان د اړيكو له مخې ټاكي، خو ياده اداره دا تبليغات ګڼي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي او د سياسي چارو كارپوهان د سيمه ييزوارګانونو پر اداره نيوكه كوي چې واليان د اړيكو له مخې ټاكي، خو ياده اداره دا تبليغات ګڼي.

دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي چې  د جمهور رئيس د ۴۵مې ګڼې فرمان او د سيمه ييزو ارګانونو ادارې تر څيړنو وروسته دغې ادارې ويلي وو چې ۴۰ په سلو کې واليان به نوي ټاكي.

د ولسي جرګې غړى انجنیر شيرولي وردګ وايي چې د واليانو په ټاكلو كې د سيمه ييزو ارګانونو اداره خپلواكي نه لري او نه شي كولاى چې د وړتيا له مخې او د خپلې پاليسۍ سره سم كسان د واليانو په توګه وګماري.

نوموړى د نيوكې په ډول وايي، ان تر دې چې د واليانو ګمارل د جمهور رئيس صلاحيت دى خو هغه هم د خپل صلاحيت سره سم كسان نه شي ګمارلى، بلكې واليان د يو شمېر لوړپوړو كسانو د حكومتي چارواكو د سياسي هدفونو لپاره ټاكل كيږي.

شيرولي وردګ زياتوي: (( كوم كسان چې د ځانګړو اهدافو او خاصو كسانو له خوا ګمارل كيږي هغه حكومت او هېواد ته هم وفادار نه وي.))

بلخوا د سياسي چارو يو شمېر كارپوهان هم وايي چې په دولتي ادارو كې ټاكنې رڼې نه دي او ټولې د اړيكو له مخې ترسره كېږي.

د سياسي چارو كارپوه محمدياريار وايي، هغه تبديلۍ چې اوس رامنځته شوې او يا به په راتلونكې كې د واليانو په برخه كې رامنځته شي، د ملت په ګټه نه دي او نه به په راتلونكې كې د خلكو درد پرې دوا شي: (( په دولت كې تبديلۍ د اړيكو پراساس كېږي، له دې كبله د چا ښه او بد په پام كې نه نيول كيږي.))

د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې وياند بشيراحمد بهرام هم د واليانو په ټاكلو كې د ځينې كسانو له خوا د فشارونو خبره مني، خو وايي چې سربيره پرهغه بيا هم نوموړې ادارې خپل هدف ترلاسه كړى دى.

د يادې ادارې وياند بشيراحمدبهرام له كليد سره په خبرو كې زیاته کړه چې دوى نږدې دريمه برخه واليان تبديل كړي او يو كم شمېر نور پاتې دي چې كه هغوى اصلاحات رانه ولي نو په اړه به يې تصميم ونيسي.

د بهرام د څرګندونو له مخې، په ځنېو ولايتونو كې اوس هم يو شمېر كړۍ چې له باندې  تحريك كېږي، د ځينو واليانو پرضد تبليغات كوي چې دا واليان كه هر څو يې پرضد تبليغات وشي په خپلو كارونو كې بريالي دي: (( د سيمه ييزو ارګانونو ادارې خپلې څېړنې بشپړې كړې او كوم ټيم چې يې تبديل كړ چې په هغه كې شپږ تنه نوي واليان او څلور تنه له يوه ځايه بل ته بدل شوي واليان وو، په دې سره ډېر لوى بدلون او اصلاحات رامنځته شوي دي.))

ياده سرچينه وايي، اوس په ډېرو ولايتونو كې خلك له واليانو خوښ دي او د حكومت سره همكاري كوي.

د يادولو وړ ده چې د جمهور رئيس په ۴۵مه ګڼه فرمان كې ټولو دولتي ادارو ته دنده سپارل شوې وه، څو د فساد پرضد مبارزه وكړي او په خپلو اړوندو كارونو كې اصلاحات راولي.

د يادو ادارو له جملې يوه يې هم د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكه اداره وه چې د فرمان پراساس يې د ټولو واليانو كارونه وڅېړل او بیا یې په دريو برخو وويشل، يوه برخه يې هغه واليان وو چې په خپلو كارونو كې بريالي وو، دويمه برخه  واليانو په خپلو كارونو كې يوه اندازه ستونزې درلودې چې د اصلاحاتو او ستونزو د حل كولو لپاره ورته وخت وركړل شوى وو او دريمه برخه هغه واليان وو چې په خپلو كارونو كې ناكام وو او ويل يې چې دا كسان بايد لرې او پرځاى يې نوي واليان وټاكل شي.

هلمند، نيمروز، وردګ، بغلان، سرپل او فارياب هغه ولايتونه دي چې پخواني واليان يې لرې او پرځاى يې نوي كسان د واليانو په توګه وټاكل شول.

غوښتل مو چې د يادو ولايتونو د پخوانيو واليانو څخه يې د يوه يا څو تنو نظر له ځانه سره ولرو خو د هغوى د نظر په اخستلو ونه توانيدو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA