له څه وخت راهیسې افغان دولت د هغو بنديانو خوشې كولو ته مخه كړې چې د ترهګرۍ په تور د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري نيول شوي وو، خو اسناد او شواهد ښيي چې اوس د یو شمېر بندیانو دوسیې سپېنې شوې دي.
له څه وخت راهیسې افغان دولت د هغو بنديانو خوشې كولو ته مخه كړې چې د ترهګرۍ په تور د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري نيول شوي وو، خو اسناد او شواهد ښيي چې اوس د یو شمېر بندیانو دوسیې سپېنې شوې دي.
د بګرام له زندان څخه په تېر ډسمبر كې ۱۲۲ تنه او په روانه جنورۍ کې د پلچرخي له زندانه ۸۰ تنو بنديانو ته اجازه ورکړل شوه چې خپلو کورونو ته ستانه شي. په خوشي شویو اتیا بندیانو کې ۶۷ یې امریکایانو په بګرام زندان کې بندي کړي وو، او ۱۳ نور بیا د ملي امنیت ادارې د بېلابېلو ترهګریزو بریدونو په تور نیولي وو.
افغان چارواکي وايي چې د بګرام زندان د بنديانو۲۰۰۰ دوسيې يې د يوې ځانګړې كمېټې په مرسته څېړلې چې له مخې يې ۵۵۰ دوسيې د بې ګناه ګرفتاريو وې او دغه خوشې شوي او نور خوشې کېدونکي كسان د همدې لړۍ يوه برخه ده.
په بګرام او پلچرخي زندانونو كې د بنديانو د دوسيو د څېړلو د ځانګړې كمېټې غړي ډګر جنرال عصمت الله د جنورۍ په ۴مه وويل، د بنديانو خوشې كولو دغه لړۍ به یوه میاشت دوام ولري او بې ګناه بنديان به بېرته خپلو كورونو ته واستوي: (( په بګرام کې ټول ټال ۳۰۸۲ بندیان دي چې د شاوخوا ۲۰۰۰ تنو دوسیې یې څېړل شوي او ۵۵۰ بې ګناه تثبیت شوي دي. ))
عصمت الله دغه راز وايي چې ځېنې بنديان د دولت له خوا تر دې وړاندې هم خوشې شوي چې اكثره يې د شپږو ولايتونو( پکتیا، لوګر، میدان وردګو، کابل، کاپیسا او پروان) وګړي وو، ډګرجنرال عصمت الله وايي: (( پر دې سربېره د ترهګرۍ په تړاو نیول شوي ۵۸۰ تنه نور بندیان وار له مخه د محاکمو له لوري خوشې شوي دي.))
خو د پوښتنې وړ دا ده چې دغسې بې ګناه نيول شوي بنديان به له خوشې كېدو وروسته څه كوي؟ له كومې دروازې به د خپل ازاد ژوند د تلف كېدو پوښتنه كوي؟ ايا دوى به د وسله والو له سلامه ځان ساتي او كه په ښكاره به مخالفې ډلې ته غاړه غړۍ ورځي او سنګرونه به نيسي؟ دا او دې ته ورته ډېرې نورې پوښتنې شته چې د هرې حقوقي ادارې پر مخ به تر ډېره لاینحله پاتې وي.
د حقوقي چارو كارپوه عبدالستار سعادت د دولت په قوانينو كې داسې څه نه وينې چې د هغې له مخې دې بې ګناه بنديان له خوشې كېدو وروسته پخلا كړاى شي. د سعادت په خبره دا بنديان د سولې د بهير لپاره نه دي خوشې شوي، بلكې دوى د خپل بند موده بشپړه كړې او د سولې په برخه كې دا كوم احسان او نيكي هم نه ده، هغه وايي: (( په دې كې داسې خلك هم شته چې بند يې پوره كړى، خو د قانون خلاف لا هم ساتل شوي وو، دا د عدالت ايجاب هم وو چې دوى بايد خوشې شوي واى، له دوى سره اوس هم زياتى شوى چې ډېره موده ساتل شوي وو.))
سعادت وېره څرګندوي چې د خوشې شويو بنديانو له ډلې به د اكثره كسانو حتى د بند حقوق هم نقض شوي وي او اوس چې دوى خوشې كېږي، نو له دولته به يې يو ډول متنفره نظريه خپله كړې وي: (( د افغانستان زندانونه د اندېښنې وړ دي، ځكه زياتره خلاف كارونه لکه پوډر او مخدره مواد هلته پلورل كېږي، هلته تر ماسټرۍ او دوكتورا پورې كسان بنديان كېږي، طبعا هلته به تاثيرات نور هم بد وي او داسې خلك چې ترهګر نه وو، كه حقوق يې سخت پايمال شوي وي، نو اوس به بيخي متنفر شوي وي، حتى وړو طالب بنديانو به هم دا نيت كړى وي چې پس له دې به زيات فعاليت كوي.))
نوموړى دغه راز خواشيني څرګندوي چې افغان حكومت د بې ګناه بنديانو د خسارې د جبران او غرامت لپاره حقوقي نظام هم نه لري او دا محروميت به خوشې شوي بنديان په خپل برداشت او قاطعيت لا ټينګ ودروي: (( پخوا به د هغو بندیانو لپاره چې جرم به یې ثابت نشو د هرې ورځې بند لپاره ۵۰ افغانۍ محاسبه كېدلې، خو اوس نشته او نه هم دغسې بندیانو د خپل دغه حق د اقامې غوښتنه كړې ده، تر اوسه د داسې خلكو لپاره كوم بشري بنسټ هم نه تر سترګو كېږي چې بېرته دوى ته خپل حق او غرامت په لاس وركړي.))
له افغان زندانونو څخه د ترهګرۍ په تور نيول شوي بنديان په داسې حال كې خوشې كېږي چې د سولې د عالي شورا په غوښتنه په دې وروستيو كې ګڼ طالب مشران د پاكستان له زندانونو هم د سولې لپاره د نېك نيتۍ په پار راخوشې شوي، دغه راز د ملي دفاع وزارت چارواكي هم وايي چې د ۱۳۹۱ كال له پيله يې تر اوسه نږدې ۶۰۰ هغه بنديان چې په مستقيمه جګړه كې او يا هم د ترهګرۍ په تور نيول شوي وو خوشې كړي دي، مګر دا چې خوشې شوي بنديان چېرته او كومه لاره نيسي تر اوسه نه ده معلومه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


