ads

د امريکايي ځواکونو ماموريت بدلېږي

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما په ډاګه کړه، چې که سرتېري يې تر۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي، نو ماموريت به يې جګړه ييز نه وي. نوموړي دغه څرګندونې جمهوررئيس حامد کرزي سره په سپينې ماڼۍ کې تېره ورځ په ځايي وخت تر غرمې وروسته په يوه خبري غونډه کې وکړې.   د […]

نویسنده: TKG
23 مرغومی 1391
د امريکايي ځواکونو ماموريت بدلېږي

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما په ډاګه کړه، چې که سرتېري يې تر۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي، نو ماموريت به يې جګړه ييز نه وي. نوموړي دغه څرګندونې جمهوررئيس حامد کرزي سره په سپينې ماڼۍ کې تېره ورځ په ځايي وخت تر غرمې وروسته په يوه خبري غونډه کې وکړې.

 

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما په ډاګه کړه، چې که سرتېري يې تر۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي، نو ماموريت به يې جګړه ييز نه وي.

نوموړي دغه څرګندونې جمهوررئيس حامد کرزي سره په سپينې ماڼۍ کې تېره ورځ په ځايي وخت تر غرمې وروسته په يوه خبري غونډه کې وکړې.

بارک اوباما وويل، چې افغان جمهوررئيس سره يې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د رامنځته کېدونکو حالاتو، د امريکايي ځواکونو د شتون، له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره پر ګډې مبارزې، د سولې پر پروسې، په قطر کې د طالبانو د دفتر او د سولې په پروسه کې د پاکستان د رول او همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د هغه په وينا، د ۲۰۱۳ کال تر پايه پورې به افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسه بشپړه شي، خو د اړتيا پر مهال امريکايي ځواکونه مرسته کولى شي.

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي شمېره په ډاګه نه کړه، خو زياته يې کړه، چې د افغانستان ملي حاکميت او استقلاليت ته په پام سره به په دې اړه پرېکړه وكړي.

جمهوررئيس حامد کرزي په ياده خبري غونډه كې وويل، چې د افغانستان له خلکو سره به د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو د قضايي خونديتوب په اړه خبرې وکړي او په وينا يې، له ملي حاکميت پرته امريکايي سرتېرو ته قضايي خونديتوب نه ورکول کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA