افغان حكومت وايي، چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار د ټولو سرتېرو د ايستلو خبره پر افغانستان د فشار راوړلو په هدف کړې ده. د امريکا د ملي امنيت د سلاکار مرستيال په سپينې ماڼۍ خبريالانو ته ويلي وو، چې ښايي تر ٢٠١٤ کال وروسته ټول امريکايي سرتېري له افغانستان څخه ووځي.
افغان حكومت وايي، چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار د ټولو سرتېرو د ايستلو خبره پر افغانستان د فشار راوړلو په هدف کړې ده.
د امريکا د ملي امنيت د سلاکار مرستيال په سپينې ماڼۍ خبريالانو ته ويلي وو، چې ښايي تر ٢٠١٤ کال وروسته ټول امريکايي سرتېري له افغانستان څخه ووځي.
خو واشنګټن ته تللي د افغان حکومت پلاوي يو لوړ پوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي، د امريکا ياد چارواکي په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي، چې جمهوررئيس کرزی د امنيتي سند او يو شمېر نورو مهمو موضوع ګانو د بحث په هدف امريکا ته راغلی دی.
د هغه په وينا، امريکا په دا ډول څرګندونو سره غواړي پر افغانستان فشار راوړي، ترڅو د امنيتي سند د لاسليک په هدف د افغانستان له لوري په اېښودل شوو يو شمېر شرطونو کې نرموالی راشي.
خو سرچينې په څرګند ډول وويل، چې افغانستان به هېڅکله له ملي حاکميت او خپلو ملي ګټو څخه تېر نه شي او نه به د خپل ولس او خپل هېواد د ګټو پره خلاف له چا سره معامله وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

