په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور څلور پولنډي سرتيري په خپل هېواد كې بيا محاکمه کېږي. دغه سرتيري، چې په افغانستان کې يې د ناټو په چوکاټ کې خدمت کاوه، پرون په پولنډ کې وروسته تردې بيا محکمې ته راوغوښتل شول، چې د دې هېواد سترې
په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور څلور پولنډي سرتيري په خپل هېواد كې بيا محاکمه کېږي.
دغه سرتيري، چې په افغانستان کې يې د ناټو په چوکاټ کې خدمت کاوه، پرون په پولنډ کې وروسته تردې بيا محکمې ته راوغوښتل شول، چې د دې هېواد سترې محکمې پخوانى حکم، چې دوى يې د ملکي وګړو د وژنې له تورونو معاف کړي وو، باطل کړ.
دا لومړى ځل دى، چې پولنډي سرتېري له هېواده بهر د ترسره شويو جنګي جرمونو له كبله په پوځي محکمه کې محاکمه کېږي.
دغه سرتېري په دې تورن شوي، چې په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې يې د پکتيکا ولايت په ننګرخېلو کې شپږ تنه ملکي وګړي وژلي وو.
که تورن سرتېري په قصدي توګه د ملکي وګړو پر وژنې مجرم وپېژندل شي، درېيو ته به يې د عمري او يوه ته د پنځلسو کالو بند سزاوې ورکړل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

