ads

جمهور رئيس کرزي د امريکا د مشرانو جرګې له يو شمېرغړو سره وكتل

جمهور رئيس حامد کرزي په واشنګټن کې د امريکا د مشرانو جرګې له يو شمېر غړو سره د دواړو هېوادونو پر ګډو اهدافو خبرې وکړې. نوموړي تېره ورځ په مشرانو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو له مشر ميچ مککونيل سره ځانګړې غونډه وکړه، چې په كې د امريكا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو او پوځي […]

نویسنده: TKG
21 مرغومی 1391
جمهور رئيس کرزي د امريکا د مشرانو جرګې له يو شمېرغړو سره وكتل

جمهور رئيس حامد کرزي په واشنګټن کې د امريکا د مشرانو جرګې له يو شمېر غړو سره د دواړو هېوادونو پر ګډو اهدافو خبرې وکړې. نوموړي تېره ورځ په مشرانو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو له مشر ميچ مککونيل سره ځانګړې غونډه وکړه، چې په كې د امريكا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو او پوځي

 

جمهور رئيس حامد کرزي په واشنګټن کې د امريکا د مشرانو جرګې له يو شمېر غړو سره د دواړو هېوادونو پر ګډو اهدافو خبرې وکړې.

نوموړي تېره ورځ په مشرانو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو له مشر ميچ مککونيل سره ځانګړې غونډه وکړه، چې په كې د امريكا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو او پوځي خدماتو د کمېټو غړو باب کيسي، تيم کاين او ديب فيشر هم حضور درلود.

جمهوررئيس حامد کرزي د دې غونډې په اړه په لنډو خبرو کې وويل، هيله من دى، چې افغانستان ته بېرته له هغه څه سره ولاړ شي، چې افغانان يې هيله کوي.

نوموړي دې پوښتنې ته، چې په افغانستان کې دې څومره شمېر امريکايي سرتېري پاتې شي؟ ځواب ورنه کړ.

ټاکل شوې، چې جمهوررئيس حامد كرزى د واشګنټن په وخت نن د امريکا د ملي امنيت له سلاکار، د استخباراتي ادارې سي آي اې له سرپرست، په پينټاګون کې د امريکا له دفاع وزير ليون پنيتا، د بهرنيو چارو له وزېرې مېرمن هيلري کلنټن، په سنا کې د بهرنيو اړيکو د کمېسيون له مشر جان کيري او يو شمېر نورو چارواکو او سبا په سپينه ماڼۍ له خپل امريكايي سيال بارک اوباما سره وګوري.

تمه کېږي، چې دواړه جمهوررئيسان به د نورو مسايلو ترڅنګ، په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکا د پوځي حضور پر څرنګوالي خبرې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA